کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه له نوي مشکل سره مخ شوه
ګل پاڼه

مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه له نوي مشکل سره مخ شوه

د ګل پاڼې هغه ويډيو چې د قبايلي سيمې د مرستيال کمشنر په کور کې يې جوړه کړې او په ټولنيزو رسنيو کې يې خپره کړې ده، هغه يې له نوي مشکل سره مخ کړې ده.

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې تېره ورځ لنډي کوتل سيمې ته تللې وه، چې د يادې سيمې په تړاو هغې ځينې عکسونه هم خپاره کړي و او ليکلي يې و، چې ډېر ښايسته ځاى دى.

خو په ورته وخت کې هغې د قبايلي سيمې د مرستيال کمشنر په کور کې يوه ويډيو جوړې کړې ده، چې په دغه ويډيو کې يې يوې سندرې ته نڅا کړې ده او دا ويډيو يې بيا په ټک ټاک کې هم خپره کړې ده.

د ګل پاڼې د دې ويډيو خپرولو وروسته که يو لوري ته دا ويډيو ډېره لاس په لاس شوه، نو بل لوري ته حکومتي چارواکي هم په دې ويډيو سخت غوسه شوي دي او د قبايلي سيمې د مرستيال کمشنر نه يې په دې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.


د پاکستاني رسنيو په راپورونو کې ويل شوي دي، چې ګل پاڼې يو دولتي ځاى ته سپکاوى کړى دى او هر څوک چې په دې چاره کې ککړ وي، له هغوى سره به قانوني چلند وشي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، د قبايلي سيمې مرستيال کمشنر بيا ويلي دي چې ګل پاڼه لنډي کوتل ته د خپلو خپلوانو کره راغلې وه او دا ويډيو د هغه په کور کې نه بلکې د ډي سي محمود اسلم په کور کې ريکارډ شوې ده، خو دا دولتي کارمندانو له اجازې پرته ريکارډ شوې ده.

خو ډي سي محمود اسلم ويلي دي، چې که ګل پاڼه د خپلو خپلوانو کره راغلې وه، نو دا نه وه پکار چې هغه دولتي سيمو ته ورغلې واى. هغه وايي پرته له اجازته دولتي سيمې ته هم ورغلې ده او بيا يې پکې له اجازې پرته ويډيو هم ثبت کړې ده، چې له قانون څخه يې سرغړونه کړې ده.

نوموړي ويلي دي، چې ټول هغه کسان چې په دې پېښه کې ښکېل وي، بايد له قانون سره سمه جزا دې ورته ورکړل شي. د دغه ځاى کارمندان بيا وايي، چې دوى يوازې ګل پاڼې ته دننه د ورتګ اجازه ورکړې وه، خو ګل پاڼې دا ويډيو په پټه ثبت کړې ده.

ګل پاڼې بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …