کورپاڼه / بېلا بېل / په يونان کې د عثمانيې سلطنت څخه پاتې شويو جوماتونو او تاريخي ځايونو سره حکومت څه وکړل؟
د عثمانيې خلافت پاتې تاريخي ځايونه

په يونان کې د عثمانيې سلطنت څخه پاتې شويو جوماتونو او تاريخي ځايونو سره حکومت څه وکړل؟

په يونان کې هغه تاريخي جوماتونه او تاريخي ځايونه چې د عثمانيې سلطنت څخه پاتې شوي و، ځينې خراب او ځينې وران کړاى شوو او همدا راز له ځينو څخه بيا د نورو کارونو لپاره ګټه پورته شوه.

يونان چې د البانيه، مقدونيه، بلغاريه او ترکيې سره سرحدونه لري، يو له تاريخي هېوادونو څخه دى، ځکه دا ځاى د ښکلو هنرونو مرکز يا مور هم ګڼل کېږي، همدا راز دلته سنګ مرمر ډېر و نو داسې تعميرونه پکې جوړ شوي چې خلک ورته حېرانه پاتې دي. همدا راز د جمهوريت فکر هم په يونان کې پېدا شو او وروسته نورو هېوادونو کې خپور شو.

په ١٨٣٠ کال کې له اوږدې مبارزې وروسته يونان د عثمانيې سلطنت څخه خپلواکي ترلاسه کړه، له هغه وروسته تر ١٩٥٠ کال پورې د عثماني حکومتونو او يونان ترمنځ اړيکې خرابې وې، خو د قبرص د راتلونکي په تړاو بيا د يونان او ترکيې ترمنځ د ملګرتيا اړيکې جوړې شوې.

يونان چې کله د عثمانيې سلطنت څخه بيل شو، نو د دغه سلطنت ٣٠٠٠ شاوخوا يادګار ځايونه پکې پاتې شو، خو دې تاريخي ځايونو ته هېڅ پاملرنه ونه شوه.

په لومړيو کلونو کې خو د دې پام وساتلى شو، خو وروسته دا د نورو هدفونو لپاره وکارول شو، لکه اول يې له يو جومات څخه روغتون جوړ کړ او بيا يې د يوناني پوځيانو لپاره د زندان په توګه وکاروه.

يو بل جومات نه اول د کنفرانسونو تالار جوړ شو او وروسته پکې لرغوني شيان کېښودل شو او د ميوزيم نوم ورته ورکړل شو.

له هغه مهال راهيسې چې له دې تاريخي ځايونو او جوماتونو سره دا سلوک روان و، نو په اوسني وخت کې د عثمانيې خلافت د دغه تاريخي ځايونو او جوماتونو حالت څه دى؟

په ١٨مه پېړۍ کې جوړ شوى جومات تزيستراکش کې اوس څوک لمونځ نه شي کولى، لومړى خو د دې منارې راوغورځول شوې او وروسته ورته د کلتوري تعمير حېثيت ورکړل شو او ميوزيم ترې جوړ شو.

په ١٦مه پېړۍ کې جوړ شوى جومات تراينو بيا لومړى د يونان د پارلمان په توګه کارول کېده، خو اوس پکې تياتر جوړ شوى دى.

په ١٥مه پېړۍ کې جوړ شوى فتح جومات لومړى د يونان پوځ د زندان په توګه کاراوه، خو اوس دا جومات د نندارتونونو لپاره ځانګړى شوى دى.

يو بل جومات چې په ١٥مه پېړۍ کې جوړ شوى دى حمزه جومات نومېږي، د دې جومات هر هغه ځاى وران شوى دى چې دا ځاى ترې جومات ښکاره کېده، همدا راز دا ځاى تياتر باندې بدل شو او غېر اخلاقي فلمونه به پکې نندارې ته وړاندې کېدل، خو اوس يې د بيا جوړونې کارونه روان دي.

په ١٥مه پېړۍ کې يو بل جومات چې د بيرکلي جومات په نوم مشهور و، لومړى د بازار برخه جوړ کړاى شو، خو اوس په وران حالت کې پروت دى.

د يادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې د تاريخي ځايونو ساتل او بيارغونه لازمي ګرځېدلې ده، خو په يونان کې بيا دغه زرګونه تاريخي ځايونه او جوماتونه يا خو وران کړاى شو او يا په نورو ځايونو بدل کړاى شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د شربت ګلې انځور په ۷۰ زره ډالر وپلورل شو او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

د پښتنې مېرمنې شربت ګلې یو انځو په نړیواله کچه ستر ریکارډ جوړ کړ او …