کورپاڼه / کرکټ / لطف الله ستانکزي ته درې اخطارونه؛ د بلې تېروتنې سره به له دندې ګوښه شي
فرهان يوسفزى او لطف الله ستانکزى

لطف الله ستانکزي ته درې اخطارونه؛ د بلې تېروتنې سره به له دندې ګوښه شي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د دغه ادارې اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي ته درې ليکلي اخطارونه ورکړي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې لطف الله ستانکزى ته په ليکلې بڼه لېږل شوى اخطار لاس په لاس کېږي.

د معلوماتو له مخې، فرهان يوسفزي اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي ته په ليکلي اخطار کې ويلي دي، چې د منېجرانو سره د ناوړه سلوک، له واک څخه د ناوړه ګټه اخيستنه او نورو سرغړونو لپاره ياد اخطار ورکول کېږي. همدا راز که چېرته له دې وروسته بله سرغړونه وکړي، نو د ادارې د HR پالېسۍ سره سم به له دندې ګوښه شي.

په دې اړه ورزشي خبريال مصطفى قمري ليکلي دي: ((د تر لاسه شویو اسنادو له مخي د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي لخوا لطف الله ته درې په لیکنې بڼه اخطارونه ورکړل شوي چې د منيجرانو سره د ناوړه سلوک، له واک څخه ناوړه ګټه او نورو سرغړونې کړي دي. لطف الله ته ویل شوي چې د بلې غلتۍ په کولو سره به د HR د اصولو له مخي له دندې ګوښه شي.))


همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو برخې پخواني منېجر، کمنټېټر او ورزشي خبريال ابراهيم مومند هم په دې اړه په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي:

((لطف الله ستانکزى د منفکۍ په درشل کې دى. په ټولنيزو رسنيو کې داسې اسناد لاس په لاس کېږي چې نور کرکټ بورډ کې د کرکټ بورډ اجراييوي مشر شپې او ورځې را لنډې شوي دي. د يوه سند له مخې، لطف الله ستانکزي ته د روان کال جنورۍ مياشتې په دويمه نېټه درېم او وروستى اخطاريه يا وارنينګ ورکړل شوى. نوموړي ته دغه وارنينګ د چيرمېن فرهان يوسفزي لخوا له منېجرانو سره د ناوړه سلوک، د چيرمېن د خبرولو پرته د کرکټ بورډ په استازيتوب کرکټ بورډ کې دننه او بهر ليدنو ترسره کولو له کبله ورکړل شوى دى.))

نوموړى همدا راز ليکي: ((لطف الله ستانکزي ته دا هم ويل شوي چې بايد خپله رويه او کړنو کې سمون راولي او که داسې ونه کړي نو په اړه به يې سختې پرېکړې وشي. لطف الله ستانکزى يو کال وړاندې د کرکټ بورډ اجراييوي مشر وټاکل شو او دا چې په دې کمه دوره کې يې تر اوسه پورې درې اخطاريي يا وارنينګونه اخيستي د نوموړي د ناکامۍ او بې کفايتۍ ښکاره ثبوت دى.))

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …