کورپاڼه / بېلا بېل / کويټ: د خور او ښځې له ويرې، سړي پوليس راوغوښتل
سړى

کويټ: د خور او ښځې له ويرې، سړي پوليس راوغوښتل

وايي کور جنت دى، خو ځينې ښځې بيا کورونه له جنت څخه دوزخ هم جوړوي، همداسې يوه پېښه په کويټ کې له يو سړي سره رامخې ته شوې ده، چې هغه د خپلې خور او ښځې نه په تنګ شوى.

په کويټ کې د سعودي عربستان يوه اوسېدونکي د خور او ښځې له جنګونو چې ډېر په تنګ راغى، نو پوليسو ته يې زنګ وکړ او خپل کور ته يې وغوښتل.

د خليج ټايمز د راپور په وېنا، په کويټ کې د سعودي عربستان يو اوسېدونکي د مبارکه الکبير پوليسو ته زنګ وکړ او ورته يې وويل، خور او ښځه يې په ګډه غواړي چې له هغه سره جنګ وکړي او وې وهي.

په راپور کې ويل شوي، د دغه سړي له زنګ وروسته د کويټ پوليسو له ياد کس سره اړيکه ونيوله او په عاجل ډول د هغه د مرستې لپاره د هغه ځاى ته ورورسېدل.

په راپور کې زياته شوې، کله چې پوليس د دغه سړي خواته ورورسېدل، نو هغه ورته وويل چې ښځه او خور يې د کورنۍ لانجې وروسته غواړي چې دا ووهي، هغه وويل چې دواړه اوس هم په کور کې زما په تمه دي او غواړي چې په ګډه مې ووهي. دغه سړي پوليسو ته وويل، چې ښځې او خور يې هغه مهال د ده د وهلو لپاره ورمنډه کړه، کله چې يې په کور کې ماشومان نه ول.

په راپور کې همدا راز ويل شوي، پوليسو دغه سړي، د هغه خور او ښځه درې واړه له ځان سره حوزې ته بوتلل او د ياد سړي له لوري يې عريضه هم وليکله او دوى يې محکمې ته معرفي کړل.

په راپور کې همدا راز دا نه دي ويل شوي، چې د دغه سړي د ښځې او خور له ده سره په څه خبره باندې جنجال و او ولې يې غوښتل چې هغه ووهي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …