کورپاڼه / کرکټ / د انګلستان د ٤٦٩ منډو په ځواب کې ويسټ انډيز ٢٨٧ منډې وکړې
ويسټ انډيز او انګلستان

د انګلستان د ٤٦٩ منډو په ځواب کې ويسټ انډيز ٢٨٧ منډې وکړې

د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ په دوېمه ټېسټ لوبه کې د ويسټ انډيز توپوهونکي ونه توانېدل چې ډېرې منډې وکړي او ټول لوبغاړي يې د ٢٨٧ منډو په کولو سره وسوځېدل.

انګلستان بيا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٤٦٩ منډې کړې وې او خپله پاڼۍ يې ډيکلېر يا ختمه کړې وه.

د ويسټ انډيز له لوري کرېګ بريتوېټ ٧٥، شماره بروکس ٦٨، روسټون چېس ٥١ او الزاري جوسيپ ٢٥ منډې وکړې. همدا راز د ويسټ انډيز درې لوبغاړي په صفر هم وسوځېدل.

د انګلستان له لوري سټارټ بورډ او کرس ووکس په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې ٣-٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز سام کوران ٢، ډام بيس او بين سټوکس ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

ويسټ انډيز د لوبې په څلورمه ورځ ٢٨٧ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړل. ويسټ انډيز تر انګلستان ٢٣٦ منډې وروسته پاتې شو، خو انګلستان د دويم ځلې لپاره توپوهنه پيل کړه.

انګلستان په دويم ځلې توپوهنې پيلولو سره خپل دوه ويکټې ژر ژر له لاسه ورکړې، جاس بټلر په صفر او زاک کراولي په ١٠ منډو وسوځېدل. انګلستان تر دې مهاله پورې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ٢٧ منډې کړې دي.

سبا د لوبې وروستۍ يا پنځمه ورځ ده، انګلستان به د ويسټ انډيز لوبډلې ته هدف ټاکي او له هغه وروسته به ويسټ انډيز د دويم ځلې توپوهنې لپاره مېدان ته راکوزېږي.

د يادولو وړ ده چې دا لوبه د جولاى په ١٦مه پيل شوې ده، خو په دريمه ورځ هېڅ لوبه نه ده ترسره شوې، ځکه چې په مانچسټر کې باران ورېدلو او د باران له امله ټوله ورځ لوبه ونه شوه.

ياده دې وي چې د درې لوبو په دې لړۍ کې ويسټ انډيز په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ٤ ويکټو په توپير سره بريا خپله کړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …