کورپاڼه / هنر او کلتور / هندي پوليس د شاه رخ خان د يو فلمي ډيالوګ په مرسته د ټولنيز واټن ساتلو کمپاين کوي
شاه رخ خان

هندي پوليس د شاه رخ خان د يو فلمي ډيالوګ په مرسته د ټولنيز واټن ساتلو کمپاين کوي

د هند پوليسو د کورونا ويروس نړيوالې وبا د مخنيوي لپاره د نوموتي هنرمند شاه رخ خان له يو فلم څخه مرسته ترلاسه کړې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند د اسام ايالت پوليسو د ټولنيزو رسنيو په وېبپاڼو کې يو په زړه پورې پېغام خپور کړى دى، چې پکې يې د شاه رخ خان له يو فلم څخه مرسته اخيستې ده.

پوليسو د هندي فلمونو د نوموتي هنرمند شاه رخان په ١٩٩٠ کال کې نندارې ته وړاندې شوي فلم (بازيګر) يو ډيالوګ له خلکو سره خپور کړى دى.

خو پوليسو بيا په دې ډيالوګ کې لږ بدلون راوستى دى او ليکلي يې دي: ((کله کله د نږدې کېدو لپاره بايد لږ ليرې شو، او هغه څوک چې د نږدې کېدو لپاره ليرې شي، هغې ته بازيګر وايي.)) (کبھی کبھی پاس آنے کے لیے کچھ دور جانا پڑتا ہے، اور دور جا کر پاس آنے والے کو بازیگر کہتے ہیں.)

د اسام پوليسو د دې پېغام سره د شاه رخ خان يو عکس هم خپور کړى دى، په دې عکس کې د کمپيوټر په مرسته ايډيټنګ شوى دى چې د هغه مخ ته ماسک تړل شوى او د ټولنيز واټن ساتلو پېغام هم پرې ليکل شوى دى.

د يادولو وړ ده چې هند يو له هغه هېوادونو څخه دى چې په لويه کچه پکې د کورونا ويروس خپور شوى دى، هند په دې لړ کې د نړۍ دريم هېواد دى چې د کورونا څخه ډېر اغېزمن شوى دى.

په هند کې تر دې مهاله پورې ١ ميليون، ١١٨ زره او ١٠٧ کسان له کورونا ويروس څخه اغېزمن شوي دي. په هند کې د څو مياشتيني سخت ګرځبندېز څخه وروسته يو څه نرمښت راوستل شوى دى، خو بيا هم د ژوند ډېرې چارې په ټپه ولاړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …