کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / زوم له ټک ټاک مخکې او د نړۍ تر ټولو زيات ډاونلوډ کېدونکى اپليکېشن شو
زوم

زوم له ټک ټاک مخکې او د نړۍ تر ټولو زيات ډاونلوډ کېدونکى اپليکېشن شو

د ويډيوګانو اپليکېشن ټک ټاک هغه اپليکېشن و چې په نړۍ کې تر ټولو زياتو خلکو ډاونلوډ کړى و، خو زوم له ټک ټاک څخه هم مخکې شو او د نړۍ تر ټولو زيات ډاونلوډ کېدونکى اپليکېشن شو.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ويډيويي زنګونو لپاره کارېدونکى اپليکېشن زوم د (اپريل او جون) ٢٠٢٠ کې ٣٠٠ ميليونه ځل ډاونلوډ شوى دى.

اپليکېشنې

د زوم مشهورېدو تر ټولو لوى لامل د کورونا ويروس دى، چې له امله يې ټول خلک دې ته مجبوره شو چې خپل کارونه له کورو څخه ترسره کړي.

په ټوله نړۍ کې ښوونځي، موسسې، پوهنتونونه او نورو ادارو په انلاين بڼه د زده کړو او ناستو لپاره د زوم کارول پيل کړل.

زوم همدا راز په ايپل سټور کې هم د ټک ټاک ريکارډ مات کړى دى، په دغه ځاى کې دا اپليکېشن ٩٤ ميليونه ځلې ډاونلوډ شوى دى، خو ټک ټاک بيا ٧١ ميليونه ځلې ډاونلوډ شوى دى.

خو که چېرته يوازې د ګوګل پلى سټور خبره وشي، نو دلته د ډاونلوډ په لړ کۍ اوس هم ټک ټاک تر ټولو مخکې دى، چې ٢٢٥ ميليونه کسانو ډاونلوډ کړى دى، همدا راز زوم بيا ٢٠٠ ميليونه ځلې ډاونلوډ شوى دى.

د ويډيويي زنګونو او ويډيويي کنفرانسونو لپاره کارېدونکى زوم په هند کې بيا ٦٨ ميليونه کسانو ډاونلوډ کړى دى، همدا راز په امريکا کې بيا دا ٤١ ميليونه ځلې ډاونلوډ شوى دى.

د کورونا ويروس نړيوالې وبا له خپرېدو سره سم نه يوازې دا چې د زوم کارول ډېر شو، بلکې زوم اپليکېشن په دې وخت کې ډېر زيات مشهور هم شو.

د يادولو وړ ده چې د کورونا په دې حالت کې نه يوازې دا چې فېسبوک هم د ويډيويي کنفرانسونو لپاره خدمات وړاندې کړل او نورو اپليکېشنونو هم ورته کار وکړ، خو د زوم په څېر هېڅ يو هم مشهور نه شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له …