کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو نوموتي هنرمند سلمان خان په ګرځبندېز کې دهقاني پيل کړه
سلمان خان

د هندي فلمونو نوموتي هنرمند سلمان خان په ګرځبندېز کې دهقاني پيل کړه

په هند کې له تېرو څو مياشتو راهيسې ګرځبندېز لګېدلى دى، د فلمونو ثبت ځنډېدلى دى او همدا راز سينماګانې هم تړل شوې دي، چې په دې وخت کې د فلمي نړۍ سره تړلي ټول کسان په کورونو کې ناست دي.

د ګرځبندېز په دې موده کې د هندي فلمونو مشهور هنرمند سلمان خان هم دهقاني يا بزګري پيل کړې ده.

سلمان خان په خپل ټويټر اکاونټ کې يوه نوې ويډيو خپره کړې ده، په دغه ويډيو کې ليدل کېږي چې سلمان خان په پټي کې ټيکټر چلوي.

د سلمان خان د دهقانۍ دا ويډيو په ډېر لږ ساعت کې په زرګونو خلکو خوښه کړې ده او په ټولنيزو رسنيو کې يې لاس په لاس کړې ده.


سلمان خان تر دې مخکې هم يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى و، چې د هغه ټول بدن په خټو باندې لړلى وي. له ياد عکس سره نوموړي ليکلي و چې ټولو دهقانانو ته درناوى لري.


همدا له يو بل عکس سره بيا سلمان خان ليکلي و: ((په هره دانه د خوړونکي نوم ليکل شوى وي)) په دغه عکس کې داسې ښکاري چې نوموړى شولې کري.


د يادولو وړ ده چې سلمان خان د ګرځبندېز په دې مهال کې په خپل يو فارم هاوس کې دى، چې هلته يې د کورنۍ نور شمېر غړي هم ورسره دي.

سلمان خان چې نه يوازې د هندي سينما يو نوموتى هنرمند دى، تر څنګ يې هغه په ګرځبندېز کې انځورګري هم کوله او دوه سندرې يې هم وويلې.

نوموړى د ګرځبندېز پر مهال له خپلو مينه والو سره په اړيکه کې دى او وخت نا وخت ورسره د خپلو ورځنيو چارو په اړه هم معلومات شريکوي.

ياده دې وي چې د سلمان خان نوى فلم (کبهي عيد کبهي ديوالي) چې د تېر کوچني اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېدونکى و، د کورونا له امله يې نه يوازې دا چې نندارې ته وړاندې کېدل وځنډېدل، بلکې د شاوخوا دوه اونيو د ثبت کار يې هم لا پاتې دى.

د هندي رسنيو د ځينو راپورونو په وېنا، د ياد فلم پاتې برخه په کرغزستان کې ثبتېدونکې وې، خو اوس د فلم جوړونکي غواړي چې دغه ټولې صحنې په ممبۍ کې په ګرين سکرين باندې ثبت کړي او بيا يې د کمپيوټر ايډيټنګ په مرسته داسې بدلې کړي چې کرغزستان ښکاره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …