کورپاڼه / کرکټ / محمد نبي کرکټ بورډ ته اخطار ورکړى
محمد نبي

محمد نبي کرکټ بورډ ته اخطار ورکړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي د کرکټ بورډ مشرتابه ته اخطار ورکړى دى، چې که يې خبره ونه منل شي، نو په شپږيزه کرکټ ليګ کې به ګډون ونه کړي.

کرکټ بورډ د سږکال په قراردادونو کې د محمد نبي نوم له الف کټګورۍ څخه ليرې کړى او ب ته يې ښکته کړى دى، چې دې کار د محمد نبي غوسه راپارولې ده.

څو ورځې مخکې محمد نبي په دې تړاو د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي سره هم ليدلي و او هغه ته يې ويلي و، چې د نوموړي نوم دې بېرته په الف کټګورۍ کې شي.

همدا راز له اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي سره يې هم ياده خبره شريکه کړې وه. خو تازه سرچينې دا وايي، چې محمد نبي په دې تړاو د عملياتي څانګې له منېجر ولي امين سره هم شخړه کړې ده او هغه ته يې بد رد ويلي دي.

محمد نبي همدا راز د کرکټ بورډ مشرتابه ته اخطار ورکړى دى، که چېرته له هغه سره په الف کټګورۍ کې قرارداد ونه شو، نو هغه به په راتلونکې شپږيزه کرکټ ليګ کې ګډون ونه کړي.

ځينې ورزشي خبريالان بيا ادعا لري چې محمد نبي د کرکټ بورډ مشرتابه ته ويلي دي، که چېرته د هغه نوم په الف کټګورۍ کې شامل نه کړي، نو د شپږيزې لپاره به ٢٠ زره ډالر ورکوي او که يې ور نه کړي نو په شپږيزه کرکټ ليګ کې ګډون نه کوي.

محمد نبي په شپږيزه کرکټ ليګ کې د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره لوبېږي، چې د دغه لوبډلې لوبډلمشري هم کوي او تېر ٢٠١٩ کال کې نوموړي د شپږيزې کرکټ ليګ اتلولي هم ګټلې وه.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قراردادونو معلومات هم رسنيو ته نه دي ورکړي او نه يې هم په خپله رسمي وېبپاڼه او فېسبوک کې خپاره کړي دي، موږ هڅه کړې وه چې دا معلومات ترلاسه کړو، خو بريالي نه شو.

د نړۍ ټول کرکټ بورډونه هر کال له ملي لوبغاړو او کورنيو لوبغاړو سره د قراردادونو معلومات شريکوي.

ياده دې وي چې کرکټ بورډ اعلان کړى دى چې سږکال به د شپږيزې کرکټ ليګ د سپتمبر په ١٣مه نېټه پيل او د سپتمبر تر ٢٥مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …