کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو مخکښ پښتون او مسلمان هنرمند نصير الدين شاه ٧٠ کلن شو
نصير الدين شاه

د هندي فلمونو مخکښ پښتون او مسلمان هنرمند نصير الدين شاه ٧٠ کلن شو

د هندي فلمونو نوموتى او مخکښ هنرمند نصير الدين شاه ٧٠ کلن شو، هغه د ١٩٥٠ کال د جولاى په ٢٠مه نېټه د هند په باربانکي سيمه کې زېږېدلى و.

نوموړى نه يوازې دا چې په بې شمېره فلمونو کې يې مرکزي رولونه لوبولي دي، بلکې کومېډي، بدمعاش، وېلن، مثبت او منفي دواړه رولونه يې په ډېر ښه ډول لوبولي دي او له تېرو ٤٨ کلونو راهيسې په هندي سينما کې د يوه مخکښ هنرمند په توګه ځلېږي.

نصير الدين شاه ١

نصير الدين شاه د هند په يوې پښتنې او مسلمانې کورنۍ کې زېږېدلى دى، په ١٩٧١ کال کې د عليګړ مسلم پوهنتون څخه فارغه شوى دى او همدا راز بيا يې په ډيلي کې د ډرامې په ښوونځي کې زده کړې ترسره کړې.

په ١٩٦٧ کال کې هغه په يو فلم کې يو کوچنى رول لوبولى و، خو په ١٩٨٠ کال کې هغه بيا په (هم پانچ) فلم کې مرکزي رول ولوباوه او د هندي سينما د لومړي کتار په هنرمندانو کې يې ځان ځاى کړ.

هغه نه يوازې دا چې په بې شمېره فلمونو کې اداکاري کړې ده، بلکې د ډايريکشن يا لارښود په برخه کې يې هم کار کړى دى او يو شمېر فلمونه يې جوړ کړي دي.

نصير الدين شاه ٣

نوموړي د هند سترې جايزې لکه پدما بوشن او پدما شري په ګډون په لسګونو نورې سترې جايزې هم ترلاسه کړې دي.

نصير الدين شاه په هندي سينما کې اوس مهال د نوو ځوانانو لپاره د يوې هنري اکاډمۍ حېثيت لري، هغه په هر فلم کې خپل رول داسې لوبولى دى، چې ژوند يې ورته وربخښلى دى.

نوموړي د هندي فلمونو تر څنګ په هالي ووډ، بنګالي، تامل، تيلګو، اردو، مراټي، فرنچ، جرمن، مليالم، کناډا، ګجراتي او پاکستاني فلمونو کې هم کار کړى دى.

نصير الدين شاه ٢

فلمونه

امن، ان بان، نشنت، منتن، بوميکا، ګوډولي، جنون، هنګامه بمبۍ سټايل، سپارش، سونېنه، اکروش، البرټ پنټو کو غصه کيو اتا هى، بهاوني باوي، هم پانچ، خواب، چکرا، سزاى موت، تجربه، عمراو جان، بازار، ستم، دل.. اخر دل هى، جانى بهي دو يارو، کاټا، معصوم، منډي، وه سات دن، ارد ستيا، پار، موهن جوشي حاضر هو، هولي، خندار، غلامي، تريکال، مرچ مصاله، خاموش، کرمه، جينيسس، مسافر، جلوه، يه وه منزل تو نهين، اجازت، هيرو هيرالال، مالامال، پيستونجي، دي پرفيکټ مرډر، تري ديو، مان، پوليس پبلک، ايک ګهر، لکشمن ريکا، وشواتما، چمتکار، پناه، هستي، ټالکه، کبهي ها کبهي نا، سر، لوټيرى، پونتن مادا، مهره، دروهکال، ناجايز، ټکر، همت، چاهت، بامبى بويز، دعوه، چيناګتى، سچ اې لونګ جرني، دندنايک، سرفروش، بوپال ايکسپرېس، کبهي پاس کبهي فېل، هى رام، قسم، مون سون ويډينګ، انکاونټر، دي ليګ اف اکسټرا ارډينري جينټلمېن، مقبول، اسامباو، ٣ ديوارين، مين هو نا، پهيلي، اقبال، د ګريټ نيو ونډرفل، بينګ سايرس، کرش، اومکاره، شونيا، يو هوتا تو کيا هوتا، بنارس، ويلي اف فلاورز، پرزانيه، عمل، خدا کى ليى، دس کهانيا، مټيا، شوټ ان سايټ، جانى تو يا جانى نا، اې وينسډى، مهاراتي، ميرى باپ پهلى اپ، بامبى ټو بېنګکاک، براه انا، فراق، ټوډى سپيشل، بولو رام، پيپلي لايو، عشقيه، راجنيتي، الله کى بندى، سات خون معاف، دېټ ګرل ان يلو بوټس، دي بليوبېري هنټ، زندګي نا ملېګى دوباره، دي ډرتي پکچر، ديول، چاليس چوراسي، مايکل، چارج شيټ، مېکسيمم، سونا سپا، جېکپاټ، خاصي کټا، سدارت، مستان، اما تهري ډي، زنده بهاګ، جان ډى، دي کوپين مېکر، کرش ٣، سنګلاس، نالوپو راني، ډېړ عشقيه، فاينډينګ فيني، خاصي کټه، دل بهي خالي جېب بهي خالي، ډرټي پوليټيکس، دهرم سنکټ مين، ويلکم بېک، چارلي کى چکر مين، وېټينګ، بېنکسټر، تيرا سرور، مېنګو ډريمز، جيون هاتي، ګرداب، اوکى جانو، اراده، بېګم جان، دي هنګري، ده، عياري، هوپ اور تم، دي تاشکنت فايلز او رام پراساد کې تهيروي.

نصير الدين شاه ٤

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …