کورپاڼه / کرکټ / د افغانستان تېز توپ اچونکى وفادار مومند له نامعلوم برخليک سره مخ دى
وفادار مومند

د افغانستان تېز توپ اچونکى وفادار مومند له نامعلوم برخليک سره مخ دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچونکى وفادار مومند، چې د افغانستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د هند پر وړاندې لوبېدلى و، له نامعلوم برخليک سره مخ دى.

د وفادار مومند په اړه د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخواني منېجر، کمنټېټر او ورزشي خبريال ابراهيم مومند ليکلي دي، چې هغه د ملي لوبډلې پخواني روزونکي پيل سيمينز غوره کړى و، خو اوس له نامعلوم برخليک سره مخ دى.

نوموړى ليکي: ((د ٢٠١٨ کال خبره ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د هند خلاف ټېسټ سيالۍ ته تيارى نيوه، د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه په خپل سپين بالينګ غره وه چې هندۍ لوبډلې ته به ستونزې جوړې کړي. دې وخت کې د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکى پيل سيمينز د هندۍ لوبډلې له پلان خبرېږي چې د سپين په ځاى يې تېز بالران اخيستي او د معمول خلاف د وچې ويکټ په ځاى يې شنه ويکټ برابره کړې، تر څو د افغان لوبډلې سپين بالينګ خنثا کړي او هم د انګلستان سفر لپاره په شنه ويکټ تمرين وکړي چې په دې پلان کې کامياب هم شوه.))

ابراهيم مومند مخکې ليکي: ((پيل سيمينز کرکټ بورډ سره خبرې کوي چې د نيټ تمرين لپاره تېز بالران هند ته ورولېږي، تر څو افغان بېټسمېنان د هندي تېز بالينګ خلاف لوبې ته پرې چمتووالى ونيسي.))

هغه زياتوي: ((کرکټ بورډ د څو تېزو بالرانو ډله کې وفادار مومند هم لېږي چې قد، سرعت او باونس يې د مشر روزونکي پيل سيمينز پام ځانته اړوي او د هند خلاف تاريخي ټېسټ لوبه کې د لوبېدو چانس ورکوي او نړيوال ګوته په غاښ کوي.))

نوموړى وايي: ((خو همغه وه چې دغه بالر بيا په يوه او بله بهانه له صحنې ګوښه شو چې همدا لامل دى چې د نږدې ١٠٠٠ ډالرو معاش اخيستو سره سره د وفادار مومند برخليک معلوم نه دى، چې کپتان او غوراوي کمېټه د دې بالر د اينده په اړه څه پلان لري؟))

ابراهيم مومند په اخره کې ليکي: ((د يادونې وړ ده چې د کرکټ بورډ د مشرانو د بې غورۍ او د کپتان په شمول د غوراوي کمېټو د بې پلانۍ له کبله افغان کرکټ ملي لوبډله کې اوسمهال د نورو هېوادونو په څېر هېڅ تېز ترينه بالر شتون نه لري.))

٢٠ کلن وفادار مومند چې په ښي لاس توپ اچونه کوي، د افغانستان لپاره يې د هند او ايرلېنډ پر وړاندې په دوه ټېسټ لوبو کې ګډون کړى دى او ٢ لوبغاړي يې سوځولي دي.

نوموړى په ٢٠١٨ کال کې د ايرلېنډ پر وړاندې يو ورځنيو لوبو لړۍ ته اخيستل شوى و خو د لوبېدو چانس ور نه کړل شو، همدا راز د همدغه کال اسيا جام ته هم اخيستل شوى و خو د ټپونو له امله بېرته هېواد ته راولېږل شو. همدا راز نوموړى ځينو نورو سياليو ته هم اخيستل شوى و، خو لوبېدلى نه دى.

وفادار مومند همدا راز ١٠ فرسټ کلاس، ١٠ ليسټ اې او ١٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په فرسټ کلاس کې يې ٢٠، په ليسټ اې کې يې ١٣ او شل اوريزو لوبو کې يې ١١ منډې ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …