کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي عربستان: د مخ ماسک نه تړلو له امله ٢٠٠ کسان جريمه شوي
سعودي عربستان

سعودي عربستان: د مخ ماسک نه تړلو له امله ٢٠٠ کسان جريمه شوي

په سعودي عربستان کې ٢٠٠ کسان د مخ ماسک نه تړلو له امله جريمه شوي دي، د کورونا د مخنيوي لارښوونو څخه د سرغړونې په لړ کې هر کس زر رياله جريمه کېږي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د رياض د پوليسو وياند وايي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د لارښوونو په سرغړونه ٢٠٠ کسان جريمه شوي دي.

د پوليسو وياند زياته کړې ده، چې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د روغتيا وزارت په خلکو لازمه کړې ده، چې د کورونو څخه د راوتلو پر مهال دې ماسک وکاروي، هر څوک چې ماسک نه کاروي ١٠٠٠ رياله جريمه کېږي.

نوموړى وايي، د روغتيايي لارښوونو د سرغړونې د څارلو لپاره په ټول هېواد کې پوليسو ته ځانګړي اختيارات ورکړل شوي دي او ډېر په سختۍ عمل کېږي.

هغه وويل، چې د ښارونو تر څنګ په ولسواليو کې هم د پوليسو ټيمونه په مارکيټونو او تفريحي ځايونو کې ګرځي، همدا راز په سرکونو کې هم پوستې جوړې شوې دي او هغه خلک څاري چې له لارښوونو څخه سرغړونې کوي.

همدا راز حکومت مارکيټونو او شاپنګ مالونو ته هم ځانګړې لارښوونه کړې ده، چې بايد هر ورتلونکى مشتري تر ورننوتلو مخکې سينيټايزرو باندې لاسونه پاک کړي او دستانې دې هم ورته ورکړل شي. همدا راز د هر کس د بدن درجه دې هم وکتل شي.

د سعودي عربستان حکومت پوليسو ته ځانګړي اختيارات ورکړي دي، چې هر څوک د روغتيايي لارښوونو څخه سرغړونه وکړي، بايد ځاى پر ځاى جريمه شي، تر څو له دې ويروس څخه خلک خوندي وساتل شي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس له امله سږکال د حج مراسم هم په ډېر کوچنۍ کچه ترسره کېږي. د حج مراسمو کې يوازې ١٠ زره کسان ګډون کوي او دا هم هغه خلک دي چې په سعودي عربستان کې مېشت دي.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …