کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون د نوي فلم لپاره يو ځاى کېږي
دپيکا پاډوکون او شاه رخ خان

شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون د نوي فلم لپاره يو ځاى کېږي

د هندي سينما نوموتي هنرمندان شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون د يش راج فلمز پروډکشن په راتلونکي نوي فلم کې يو ځل بيا يو ځاى کېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دپيکا پاډوکون چې د هندي سينما تر ټولو مخکښه ښځينه هنرمنده ده، د پدماوت فلم نه وروسته يې دوه کاله له فلمونو څخه دمه کړې وه او کره کتونکو ويل، چې ښايي هغه خپل غوره مقام له لاسه ورکړي. خو دپيکا پاډوکون بيا د (چپاک) فلم سره يو ځل بيا خپل ځان ثابت کړ.

همدا راز نوموړې له خپل خاوند رنوير سينګ سره په (٨٣) فلم کې هم کار کوي، دا فلم د کرکټ په اړه جوړ شوى دى، چې ډايريکټر يا لارښود يې کبير خان دى.

شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون ١

تازه هندي رسنيو د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې د يش راج فلمز په راتلونکي لوى فلم کې شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون يو ځل بيا يو ځاى کېږي.

د سرچينو له قوله ليکل شوي دي، چې دپيکا پاډوکون د فلم کيسه لوستې ده او کيسه يې خوښه شوې ده. د دې فلم ډايريکټر به سدارت انند وي.

که څه هم تراوسه پورې په رسمي ډول اعلان نه دى شوى او په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دې فلم رسمي اعلان ښايي راتلونکې مياشت د يش چوپړه د کليزې پر مهال وشي، خو ويل کېږي چې په ٢٠١٤ کال کې د نندارې ته وړاندې شوي فلم (هېپي نيو اير) نه وروسته شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون په دې فلم کې يو ځاى کېږي.

شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون

همدا راز دپيکا پاډوکون د دهرما پروډکشن په يو بل فلم کې هم کار کولو ته زړه ښه کړى دى، چې د دې فلم ډايريکټر شان بتره دى. همدا راز پرون د پراباس او دپيکا پاډوکون د نوي فلم اعلان هم شوى دى، چې دواړه به په يو فلم کې ګډ کار وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

دي لاين کنګ

د مشهور فلم (دي لاين کنګ) بله برخه جوړېږي

د امريکايي فلمونو جوړولو مشهوره سټوډيو والټ ډزني په ٢٠١٩ کال کې نندارې ته وړاندې …