د کرکټ نړيوالې شورا سږکال (٢٠٢٠) نړيوال شل اوريز جام په رسمي ډول لغوه اعلان کړ.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، نن د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) ويډيويي ناسته ترسره شوه، چې پکې د کورونا له امله د روان ٢٠٢٠ کال نړيوال شل اوريز جام په رسمي ډول لغوه اعلان شو.
د يادولو ده چې سږکال د نړيوال شل اوريز جام کوربه توب اسټراليا کاوه او دا جام د اکتوبر او نومبر په مياشت کې پلان شوى و.
اى سي سي وايي، چې دا نړيوال شل اوريز جام به د راتلونکي ٢٠٢١ کال د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې ترسره شي، د دې جام پايلوبه به بيا د نومبر په ١٤مه نېټه ترسره شي.
د کرکټ نړيوالې شورا همدا راز وويل، چې دويم نړيوال شل اوريز جام به د ٢٠٢٢ کال د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې ترسره شي او پايلوبه به يې د نومبر په ١٣مه نېټه ترسره کړي.
د اى سي سي په وېنا، هند به په ٢٠٢٣ کال کې د نړيوال پنځوس اوريز جام کوربه توب کوي، او د دغه جام پايلوبه به د نومبر په ٢٦مه نېټه ترسره کېږي.
د يادولو وړ ده چې سږکال نړيوال شل اوريز جام په اسټراليا کې د اکتوبر او نومبر مياشتو کې پلان شوى و، په ياد جام کې ١٥ لوبډلو ګډون کاوه، خو د کورونا له امله ويل کېږي چې د ١٥ لوبډلو اسټراليا ته راوستل او بيا د روغتيايي او احتياطي لارښوونو سره سم د دوى کرنټين او دا سيالۍ ترسره کول ممکنې نه وې، نو له دې امله يې دا سيالۍ سږکال لغوه کړې.
بل لوري ته دا هم ويل کېږي چې د هند کرکټ بورډ غواړي چې سږکال په هر حالت کې له هند بهر اى پي ايل ترسره کړي او د اسيا جام تر څنګ يې نړيوال شل اوريز جام هم په خپلو هڅو لغوه کړل.