کورپاڼه / کرکټ / انګلستان په دويمه ټېسټ لوبه کې له ويسټ انډيز نه خپل بدل واخيست
انګلستان

انګلستان په دويمه ټېسټ لوبه کې له ويسټ انډيز نه خپل بدل واخيست

د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې انګلستان په ١١٣ منډو بريا خپله کړه او د لومړۍ ټېسټ لوبې بدله يې له ويسټ انډيز واخيسته.

د درې ټېسټ لوبو لړۍ دا دويمه لوبه د جولاى په ١٦مه نېټه د انګلستان په مانچسټر کې پيل شوه. د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د انګلستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٦٩ منډې وکړې، چې د ٩ ويکټو په سوځېدو سره يې خپله پاڼۍ ډيکلېر يا ختمه کړه. بين سټوکس ١٧٦ او ډام سبلي ١٢٠ منډې وکړې. د ويسټ انډيز له لوري بيا روسټون چېس ٥ لوبغاړي وسوځول.

د ويسټ انډيز د لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کمزورې ثابته شوه او ټوله لوبډله يې په ٢٨٧ منډو وسوځېده، چې کرېګ بريتوېټ ٧٥، شماره بروکس ٦٨ او روسټون چېس ٥١ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري سټارټ بروډ او کرس ووکس ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان په دويمه پاڼۍ کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډيکلېر يا ختمه کړه. بين سټاکس چې د پيل توپوهنې ته راوتلى و په ٥٧ توپونو يې ٧٨ چټکې منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري کيمار روچ ٢ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان د ويسټ انډيز لوبډلې ته د ٣١٢ منډو هدف وټاکه، چې د لوبې په پنځمه يا وروستۍ ورځ د ويسټ انډيز ټوله لوبډله په ١٩٨ منډو وسوځېده او يو ځل بيا يې توپوهنه ناکامه شوه.

د ويسټ انډيز لپاره شماره بروکس ٦٢ او جرمين بلېک ووډ ٥٥ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري سټارټ بروډ ٣، کرس ووکس، ډام بيس او بين سټوکس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان په دويمه ټېسټ لوبه کې په ١١٣ منډو بريا ترلاسه کړه او د درې لوبو لړۍ يې برابره کړه.

بين سټوکس ته د ښې لوبې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د دې لوبې دريمه ورځ باندې هېڅ توپوهنه نه وه ترسره شوې، ځکه ټوله ورځ په مانچسټر کې باران ورېده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د دې لړۍ دريمه يا وروستۍ لوبلړۍ د جولاى په ٢٤مه نېټه په مانچسټر کې پيل شي او تر ٢٨مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …