کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې د نصاب په يو کتاب کې پښتنو ته سپکاوى شوى
د نصاب کتاب

پاکستان کې د نصاب په يو کتاب کې پښتنو ته سپکاوى شوى

د پاکستان د نصاب په يو کتاب کې پښتنو ته سپکاوى شوى دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د پښتنو سخت غبرګون ښکاره کړى دى.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګابا په نوم خپرندويې ټولنې د پنځم ټولګي په انګليسي کتاب کې يوه داسې کيسه خپره کړې ده، چې پکې يې بونېريانو ته (احمق) او (بېعقل) ويلي دي.

دغه کتاب د انګليسي د پنځم ټولګي کتاب دى او د (اووه بې عقله سړي) تر سرليک لاندې پکې يوه کيسه خپره شوې ده، چې پکې د پښتنو بونېريان ياد شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د دغه کتاب د عکسونو له خپرېدو وروسته د پښتنو له سخت غبرګون سره مخ شوى دى. نوموتي ليکوال خادم حسېن د دې په اړه ليکلي دي، چې دا له افسوس نه ډېره د اندېښنې خبره ده. هغه وايي چې د خېبر پښتونخوا د بونېر په خلکو او ټولې ابادۍ پورې ملنډې کول په سختۍ سره غندل کېږي او موږ د ګابا پر ضد د قانوني چلند حق لرو.


همدا راز د ملالې يوسفزۍ پلار هم په دې تړاو يو ټويټ کړى دى او ويلي يې دي چې د هغه نيکه د بونېر د سلارزو سيمې و، چې يو نيم سل کاله مخکې له دغه ځايه يې هجرت کړى و، هغه وايي چې زه په بونېريانو وياړم.


همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې ډېرى خلکو بيا ويلي دي، چې دا يوازې بونېريانو ته سپکاوى نه دى، بلکې ټول پښتون قام ته يې سپکاوى کړى دى او دا د پاکستان پخوانى فکر دى، چې همداسې راروان دى.

بل لوري ته بيا د پښتونخوا ايالتي حکومت ويلي دي، چې دوى ته هم داسې معلومات وررسېدلي دي او دوى به يې په اړه باندې څېړنه وکړي. دوى دا هم وايي، چې دا کتاب د دوي په دولتي نصاب کې نه دى شامل، خو دوى څېړنه کوي چې د پښتونخوا په شخصي ښوونځيو کې شته او که نه.

د سند ايالتي حکومت بيا ويلي دي، چې دا کتاب په شخصي ښوونځيو کې لوستل کېږي او د دوى په دولتي نصاب کې داسې کوم کتاب نشته چې چاته دې پکې سپکاوى شوى وي.

په کراچۍ کې بيا ځينو پښتنو وکيلانو په رسمي ډول د ګابا خپرندويې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده، چې دا کتاب دې ژر تر ژره ټول کړي او په رسمي ډول دې بخښنه وغواړي، ګني دوى به يې پر ضد محکمې ته لاړ شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …