کورپاڼه / هنر او کلتور / ګلبدين نايب په امريکا کې له شفيق مريد سره ليدلي
ګلبدين نايب او شفيق مريد

ګلبدين نايب په امريکا کې له شفيق مريد سره ليدلي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب د هېواد له نوموتي او مخکښ سندرغاړي شفيق مريد سره په امريکا کې ليدلي دي.

ملي لوبغاړي ګلبدين نايب په خپله فېسبوکپاڼه له شفيق مريد سره يو ګډ عکس خپور کړى دى او ليکلي يې دي چې له افغان وتلي هنرمند شفيق مريد سره يې د وطن او ژوند کيسې وکړې.

هغه ليکي: ((يوه شېبه له افغان وتلي هنرمند شفيق مريد سره. د وطن او ژوند کويسې مو وکړې، ژوند دې تل رنګين وي، وطن دې تل اباد او ښاد وي.))

همدغه عکس بيا وتلي هنرمند شفيق مريد په خپل انسټاګرام کې خپور کړى دى، نوموړي له عکس سره ليکلي دي چې همدا اوس له ملي اتل ګلبدين نايب سره ناست دى.

 

View this post on Instagram

 

With our nationalHero @gulbadin.naib right now🇦🇫

A post shared by Shafiq Mureed Official (@shafiq.mureed) on


دا عکس د امريکا په کېليفورنيا ايالت کې اخيستل شوى دى، چېرته چې شفيق مريد مېشت دى، همدا راز ګلبدين نايب د څه لپاره امريکا ته تللى دى، په دې اړه معلومات نشته.

په ټولنيزو رسنيو کې د ګلبدين نايب او شفيق مريد دا عکس خلکو ستايلى دى او ښې تبصرې يې پرې کړې دي.

د حزب الله افغان په نوم يو کس په دې عکس په خپله تبصره کې ليکلي دي: ((دواړه خوشحاله اوسئ، د هېواد اتلان يئ، يو د کرکټ په برخه کې او بل د هنر په برخه کې.))

د ننګيال باور په نوم يو عکس ورته ليکلي دي: ((دواړه د وطن وياړ ياست، ګلبدين جانه! زيات راباندې ګران يې، ستا احساس او مينه ما په نړيوال جام کې وليده، ستا جذبه او حوصله افرين.))

خو ځينو خلکو بيا په ګلبدين نايب باندې نيوکې هم کړې دي او ورته يې ليکلي دي، چې له نړيوال جام وروسته چې يې د اصغر افغان پر وړاندې د فېسبوک په ژوندۍ ويډيو کې کومې خبرې وکړې، وروسته له هغې په شا شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …