کورپاڼه / اسلام / هغه لومړني درې کسان چې دوزخ ته به ځي، څوک دي؟
اور

هغه لومړني درې کسان چې دوزخ ته به ځي، څوک دي؟

د محشر په ورځ به الله تعالى له حساب وروسته خلکو ته د هغوى اعمالنامه ورکړي، چاته چې دا اعمالنامه په ښي لاس ورکړل شوه، هغوى به جنت ته ځي او چا چې په چپ لاس ترلاسه کړه، نو د هغوى ځاى به دوزخ يا جهنم وي.

د قيامت په ورځ چې به کوم لومړني درې کسان دوزخ ته لېږل کېږي، په هغې کې به يو عالم، يو شهيد او يو شتمن سړى وي.

د حضرت ابوهرېره رضي الله تعالى عنه څخه يو حديث روايت دى، چې مفهوم يې څه داسې دى:

رسول الله صلي الله علېه وسلم وويل، الله تعالى به تعالى به تر هر څه مخکې هغه کس راوغواړي چې قرآن يې زده کړى، او هغه کس چې (په ښکاره) د الله په لار کې قتل (شهيد) شوى او يو شتمن انسان.

الله تعالى به عالم ته ووايي چې ماته تاته د هغه څه علم نه و درکړى کوم چې ما په خپل رسول باندې نازل کړي و؟ هغه به ورته ووايي بې شکه تا راکړى و زما ربه. الله به ورته ووايي، نو تاته چې کوم علم درکړل شوى و، د هغې په لاره تا څه وکړل؟ هغه کس به ووايي چې ما شپه او ورځ تلاوت کاوه او په هغې مې عمل کاوه. الله تعالى به وفرمايي، ته دروغ وايي او پرښتې به هم ووايي چې ته دروغ وايې. الله تعالى به دغه عالم ته ووايي: بلکې تا يوازې دا غوښتل چې تاته دې قاري (او عالم) وويل شي او (د خلکو له لوري) تاته دا وويل شول.

او بيا به شتمن سړى راوغواړي. هغه به ووايي چې د الله له لوري ورکړل شوې شتمنۍ څخه يې صدقه کوله او په خپلوانو يې پام کاوه، الله تعالى به ورته ووايي، چې تا دروغ ويلي، بلکې تا غوښتل چې تاته سخي او مهربان وويل شي او (د خلکو له لوري) درته دا وويل شو. له هغه وروسته به شهيد راوغواړي او الله به ورته ووايي چې ته په کوم لامل قتل شوى يې؟ هغه به ووايي، ماته ستا په لار کې د جهاد حکم شوى و نو ما قتال وکړ، تر دې پورې چې زه ستا په لاره کې قتل شوم. هغه ته به الله ووايي، تا دروغ ويلي، بلکې تا غوښتل چې تاته زړور وويل شي او (د خلکو له لوري) تاته وويل شول.

حضرت ابو هرېره رضي الله عنه وايي، چې له دې وروسته رسول الله صلي الله علېه وسلم ماته وويل: اې ابو هرېره! د الله په مخلوق کې دا هغه درې کسان دي چې د قيامت په ورځ به پرې د دوزخ اور لمبه شي.

دا هم ولولئ

کعبه

د روژې په دوه لسیزو کې ۳ میلیونه کسان مسجد الحرام ته تللي

د سعودي عربستان د سپېڅلو جوماتونو اداره وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو …