کورپاڼه / بېلا بېل / په ټک ټاک کې مشهوره پاکستانۍ حريم شاه د يو پاکستاني سياستوال په اړه وايي، چې هغه نرښځى دى
حريم شاه او فاروق ستار ٢

په ټک ټاک کې مشهوره پاکستانۍ حريم شاه د يو پاکستاني سياستوال په اړه وايي، چې هغه نرښځى دى

په ټک ټاک کې مشهوره شوې پاکستانۍ حريم شاه، چې له ډېر شمېر پاکستاني سياستوالو سره يې اړيکې دي، د يوه پاکستاني سياستوال په اړه ويلي دي، چې هغه نرښځى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، په ټولنيزو رسنيو کې د حريم يوه ويډيو خپرېږي، چې پکې هغې له پاکستاني سياستوال ډاکټر فاروق ستار سره د خپلې ليدنې په اړه خبرې کړې دي.

حريم شاه او فاروق ستار

حريم شاه په دغه ويډيو کې وايي چې د فاروق ستار سره ليدنې يې هېڅ مزه ونه کړه. هغه همدا راز زياتوي، چې فاروق ستار نرښځى دى.

حريم شاه او فاروق ستار١

حريم شاه څو ورځې مخکې په کراچۍ کې د ډاکټر فاروق ستار سره ليدلي و. نوموړې په دې اړه ويلي و، چې فاروق ستار په يو هوټل کې کوټه نيولې وه او هغې ورسره هلته يو نيم ساعت تېر کړ. هغې ويلي و، چې فاروق ستار ترې مشوره غوښتې وه چې څنګه خپل سياسي ګوند ته پرمختګ ورکړي، خو حريم شاه وايي، چې ما ورته وويل چې زما نه يوازې د ټک ټاک په اړه پوښتنې کوه.


د يادولو وړ ده چې ډاکټر فاروق ستار د متحده قومي مومنټ پاکستان ګوند مشر پاتې شوى دى او د پاکستان يو له مشهورو سياستوالو څخه دى، هغه اوس په خپله مشرۍ کې يو نوى ګوند هم جوړ کړى دى. فاروق ستار د پاکستان د کراچۍ ښار په مهمو سياسي کسانو کې شامل دى.

همدا راز حريم شاه بيا هغه پاکستانۍ ده، چې په ټک ټاک کې د خپلو لانجمنو ويډيوګانو له امله ډېره مشهوره شوې ده. هغه له يو شمېر پاکستاني سياستوالو سره اړيکې لري، چې له هغوى سره يې ويډيوګانې هم جوړې کړې دي، چې په ټک ټاک کې ډېرې مشهورې شوې دي.

حريم شاه

حريم شاه همدا راز د پاکستان د حکومت مهمو ځايونو کې هم ويډيوګانې جوړې کړې دي، چې څه وخت مخکې پرې په ټولنيزو رسنيو کې پراخ بحثونه روان و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

دويم واده

د دويم واده لپاره د استثنا پرته د پور ورکولو اعلان

په عراق کې يو بانک اعلان کړى دى، چې هغه کسان چې دويم واده کوي، …