کورپاڼه / هنر او کلتور / د ګل پاڼې د ويډيو څېړلو لپاره د پاکستان حکومت کمېټه ټاکلې ده
ګل پاڼه

د ګل پاڼې د ويډيو څېړلو لپاره د پاکستان حکومت کمېټه ټاکلې ده

د پښتو ژبې د مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې هغه ويډيو چې څو ورځې وړاندې يې په ټک ټک خپره کړې وه، د هغې په تړاو د څېړنې لپاره پاکستاني حکومت کمېټه ټاکلې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د خېبر د مرستيال کمشنر په کور کې د پښتو ژبې د مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې د ويډيو ثبتولو وروسته د خېبر پښتونخوا اعلى وزير محمود خان د دې ويډيو د څېړنې لپاره کمېټه ټاکلې ده.


څو ورځې وړاندې ګل پاڼې په ټک ټاک کې يوه ويډيو خپره کړه، دغه ويډيو د خېبر په د مرستيال کمشنر په کور کې جوړه شوې ده، چې د ويډيو له خپرېدو وروسته يې د حکومتي چارواکو غبرګون راپورته کړى دى.

د خېبر پښتونخوا اعلى وزير محمود خان د دې ويډيو د جوړولو په تړاو له ځايي چارواکو څخه پوښتنه کړې ده، چې ګل پاڼې ته چا دا اجازه ورکړه چې هغه دې په دولتي تعمير کې دننه دا ويډيو جوړه کړي.

ګل پاڼه

د دې څېړنې لپاره، چې ګل پاڼې دغه تعمير ته څنګه تللې او د چا په اجازه يې دا ويډيو جوړه کړې ده، اعلى وزير يوه کمېټه ټاکلې ده، تر څو څېړنې وکړي او له هغه سره يې شريکې کړي.

د يادولو وړ ده چې د پښتو ژبې دا مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه څو ورځې مخکې د لنډي کوتل سيمې ته تللې وه، هغې په خپله فېسبوکپاڼه کې ځينې عکسونه هم خپاره کړي و او ويلي يې و، چې دا ډېر ښکلى ځاى دى او ډېر ښه موسم هم لري.

ګل پاڼه ٣

ګل پاڼې په پښتو ژبه کې موسيقۍ پيل کړې وه، هغې ډېرو فلمونو ته هم سندرې ويلي دي او همدا راز د سندرو کېسټونه يې هم خپاره شوي دي، خو کله چې هغې په کوک سټوډيو کې د فارسۍ مشهوره سندره (من امده ام) وويله، نو هغې ته يې په لويه کچه ډېر شهرت ور په برخه کړ.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …