کورپاڼه / بېلا بېل / هغه پلار چې د خپلې لور نه د بريالۍ ورزشکارې جوړولو لپاره يې له کباړ نه جيم جوړ کړ
زينګ لانګ او ګوها

هغه پلار چې د خپلې لور نه د بريالۍ ورزشکارې جوړولو لپاره يې له کباړ نه جيم جوړ کړ

هغه پلار چې په دې هيله او مبارزه کې دى چې له خپلې لور څخه يوه بريالۍ ورزشکاره جوړه کړي، د هغې لپاره يې د کباړ نه په خپل کور کې جيم جوړ کړى دى.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د منګوليا اصلي اوسېدونکى زينګ لانګ چې اوس په چين کې ژوند کوي، غواړي چې خپله لور ګوها يوه بريالۍ ورزشکاره کړي او د دې لپاره يې سختې مبارزې ته دوام ورکړى دى.

د چينايي رسنيو د راپورونو په وېنا، ١٧ کلنه ګوها له څلور کلونو راهيسې د ځغاستو په لوبو کې په منځنۍ کچه راځي، د هغې روزونکى يې خپل پلار دى.

دواړه پلار او لور سهار وختي پاڅېږي او د اورګاډي له پټلۍ سره منډه وهي، پلار يې هر سهار د خپلې لور د روزنې سره پيلوي.

خو د روزنې پر مهال يې پلار سره دا فکر پېدا شو چې يوازې په منډې وهلو سره به هغه يوه ښه ورزشکاره نه شي، بلکې هغې ته پکار دي چې خپل بدن قوي کړي او د دې لپاره جيم ته تګ ضروري دى، خو د دوى اقتصادي حالت دومره ښه نه و چې يې د جيم پېسې پوره کړې واى.

بيا يوه ورځ د ګوها پلار فکر وکړ چې ولې نه د کباړ څخه د خپلې لور لپاره په کور کې جيم جوړ کړي، همدا وه چې هغه له بېلا بېلو ځايونو څخه لرګي او د موټرو زاړه ټايرونه راغونډ کړل.

وروسته يې د دې کباړ په مرسته په خپل کور کې د لور لپاره جيم جوړ کړ، تر څو هغه پکې ورزش وکړي او بدن يې قوي شي، چې په راتلونکې کې يوه بريالۍ ورزشکاره شي او نه يوازې په چين کې، بلکې په نړيواله کچه وپېژندل شي.

ګوها له ځايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، کله چې يې په خپل کور کې جيم وليدلو، نو ډېره حېرانه شوه، ځکه پلار يې ورته بېخي رسمي جيم جوړ کړى و.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …