کورپاڼه / بېلا بېل / د ترکيې نوى نسل الحاد ته روان دى
د ترکيې ځوان نسل ٣

د ترکيې نوى نسل الحاد ته روان دى

د ترکيې يو مشهور اسلامپاله ليکوال وايي، چې که د ترکيې حالت همداسې دوام وکړي، نو نوى د ترکيې نوى نسل به اسلام په بشپړ ډول پرېږدي. د يوسف کاپلان په نوم دا ليکوال د ترکيې مشهوره اسلامپاله ليکوال دى، هغه وايي، چې د ترکيې د تازه ٧ ميليونو څخه يې ٥ ميليونه ځوانان له دين سره هېڅ علاقه نه لري.

د ترکيې ځوان نسل

نوموړي په خپلو خبرو کې څرګنده کړې ده، چې اوسنى نسل ورځ تر بلې له دين څخه ليرې کېږي او که حالت همداسې دوام وکړي، نو په ترکيه کې به ځوان نسل په بشپړه توګه اسلام پرېږدي او الحاد ته به لاړ شي. يوسف کاپلان همدا راز ويلي دي، چې بايد ترکيه يو ځل بيا له سره مسلمانه شي، دا هر څه بايد بدل شي او که داسې ونه شي نو حالت به ډېر خراب شي.

د ترکيې اوسني ولسمشر رجب طيب اردوغان د دې لپاره ډېرې هڅې وکړې، تر څو په ترکيه کې خلک د اسلام لوري ته تشويق کړي، د دې لپاره نوموړي د نورو لارو تر څنګ د سريالونو لار هم غوره کړه او په ترکيه کې داسې سريالونه جوړ شول، چې د اسلام تاريخ پکې په ښه ډول ښکاره شوى دى.

د ترکيې ځوان نسل ٢

خو داسې ښکاره کېږي، چې د رجب طيب اردوغان ټولې هڅې اوبو يوړې او اوس د دغه هېواد نوى نسل د دين لار پرېږدي. د ځينو راپورونو په وېنا، په ترکيه کې د نوي نسل د اسلام څخه د ليرې والي په اړه ويل کېږي، چې د ترکيې خلک زياته ازادي لري، پرېمانه انټرنېټ لري او د نړۍ حالت له نږدې څخه څاري، همدا هر څه د دې لامل شوي دي چې ځوانان يې د دين لپاره وخت نه لري.

د ترکيې ځوان نسل ١

همدا راز دا هم ويل شوي دي د اسلام په نوم سياست ځوانان له اسلام څخه ليرې کړې دي، ځکه چې سياستوال که يو لوري ته ځوانانو ته د اسلام درس ورکوي، نو په خپله بيا په همدغه خبرو عمل نه کوي.

دا هم ولولئ

وایګر نوسکي

هغه یوټیوبر چې د ۴۰ ورځو لپاره يې د لوږې او تندې تېرولو تجربه کوله، مړ شو

په روسیه کې یو ویلاګر (یوټیوبر) غوښتل چې ۴۰ ورځې د لوږې تېرولو تجربه وکړي، …