کورپاڼه / کرکټ / د اى پي ايل د مهالوېش او ځاى لپاره راتلونکې اونۍ ناسته کېږي
اى پي ايل

د اى پي ايل د مهالوېش او ځاى لپاره راتلونکې اونۍ ناسته کېږي

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) مشر بريجيش پټېل وايي، چې په راتلونکو ٧ يا ١٠ ورځو کې به د اى پي ايل د مهالوېش په تړاو ناسته وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د اى پي ايل مشر بريجيش پټېل وايي، چې د هند کرکټ بورډ د اى پي ايل ٢٠٢٠ ترسره کولو لپاره د هند حکومت اجازې ته په تمه دى.

نوموړي وويل، چې د اى پي ايل د بورډ غړو ناسته به په راتلونکو ٧ يا ١٠ ورځو کې ترسره شي. هغه زياته کړه، چې د کورونا له امله به دوى تر سپتمبر پورې د حالاتو جايزه واخلي.

بريجېش پټيل له هندي رسنيو سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې دوى به په ناسته کې د اى پي ايل د نېټې، د لوبو د مهالوېش او همدا راز د ځاى په اړه هم خبرې وکړې، چې په هند کې او که په متحده عربي اماراتو کې به دا سيالۍ ترسره کېږي.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د سږکال نړيوال شل اوريز جام د کورونا له امله لغوه کړ، چې له دې سره د اى پي ايل ترسره کېدو ته وخت پېدا شو.

نړيوال شل اوريز جام سږکال د اسټراليا په کوربه توب د اکتوبر او نومبر مياشتو کې پلان شوى و.

د دغه جام له ځنډېدو وروسته د هند کرکټ بورډ اوس غواړي چې په دغه وخت کې اى پي ايل ترسره کړي. همدا راز له دې مخکې به د کرکټ اسيايي شورا د کورونا له امله اسيا جام هم ځنډولى دى.

تر ډېره پورې په رسنيو کې دا هم ويل کېږي، چې هند کرکټ بورډ د کرکټ نړيواله شورا دې ته مجبوره کړه چې د اى پي ايل ترسره کولو لپاره دې له نړيوال شل اوريز جام څخه تېر شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …