کورپاڼه / روغتيا / که روغ او اوږد ژوند غواړئ، اونۍ کې يو ځل د کوروالۍ اړيکې نيسئ
د کوروالۍ اړيکې

که روغ او اوږد ژوند غواړئ، اونۍ کې يو ځل د کوروالۍ اړيکې نيسئ

په يوه نوې څېړنه کې څرګنده شوې ده، چې په اونۍ کې يو ځل د کوروالۍ اړيکې نيونکي کسان تر نورو ډېر روغ او اوږد ژوند کوي، ځکه دوى د سرطان، د زړه او نورو ناروغيو څخه په امان وي او له دې امله خپل ژوند له لاسه نه ورکوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا په واشينګټن پوهنتون کې يوې څېړنډلې يوه څېړنه کړې ده، چې پکې يې ويلي دي چې د کوروالۍ اړيکې هم د انسان روغتيا ته همدومره ګټه کوي، لکه څومره چې نور ورزشونه د انسان روغتيا او سالم ژوند ته ګټه رسوي.

په دې څېړنه کې يادې څېړنډلې له ١٥ زرو څخه زيات کسان شامل کړي و، چې اوسط عمر يې ٣٩ کلونه و او د دوى کوروالۍ په تړاو ١١ کاله څېړنه شوې ده.

د مرر وېبپاڼې د راپور په وېنا، څېړونکو وموندله چې په دې کسانو کې يې درې برخې په مياشت کې لږ تر لږه يو ځل او ٣٦ سلنه کسان بيا په اونۍ کې لږ تر لږه يو ځل د کوروالۍ اړيکې ترسره کوي.

د دې اوږدې څېړنې پر مهال ٢٢٨ کسان ومړه، چې په دې کې ٦٢ د سرطان په ناروغيو اخته شوي و او ٢٩ کسانو بيا د زړه ناروغۍ لرلې.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې په دې څېړنه کې دا خبره څرګنده شوه، هغه کسان چې په اونۍ کې لږ تر لږه يو ځل د کوروالۍ اړيکې نيسي، ٤٩ سلنه يې د هغه خلکو په پرتله، چې په کال کې يو ځل يا تر دې ډېرې د کوروالۍ اړيکې نيسي، د مړينې کچه يې کمه ده.

په يوه اونۍ کې لږ تر لږه يو ځل د کوروالۍ اړيکې نيول ٢١ سلنه د سرطان او ٦٩ سلنه د زړه د ناروغيو کچه راکموي.

په راپورونو کې د څېړنډلې له قوله ليکل شوي دي، چې د کوروالۍ اړيکې هغه ماده چې انسان ته ښه احساس ورکوي وده کوي او د ذهني روغتيا په وده کې هم برخه اخلي او د هغه سيلونو مخنيوى کوي، چې انسان له خطر سره مخ کوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …