کورپاڼه / کرکټ / بين سټوکس ټېسټ لوبو کې د نړۍ غوره الراونډر شو
بين سټوکس

بين سټوکس ټېسټ لوبو کې د نړۍ غوره الراونډر شو

انګلستان چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې د ٤ ويکټو په توپير له ويسټ انډيز نه ماتې وخوړه، په دويمه ټېسټ لوبه کې يې زبردسته توپوهنه او توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه او د ١٣٣ منډو په توپير يې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه.

د جو روټ په لوبډلمشرۍ انګلستان د ٣١٢ منډو هدف ويسټ انډيز ته وټاکه، چې ويسټ انډيز ته دا هدف ډېر ګران تمام شو او ټوله لوبډله يې په ١٩٨ منډو وسوځېده.

د انګلستان مرستيال لوبډلمشر بين سټوکس په دويمه ټېسټ لوبه کې په زړه پورې توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په لومړۍ پاڼۍ کې ١٧٦ منډې وکړې، په دويمه پاڼۍ کې د پيل توپوهنې ته راووت او چټکې ٧٨ منډې يې وکړې او ٣ ويکټې يې هم ترلاسه کړې، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړه.

د اى سي سي د ټېسټ لوبو د الراونډرانو په تازه درجه بندۍ کې نوموړي د ويسټ انډيز جېسن هولډر شاته کړ او لومړى مقام يې خپل کړ. نوموړى اوس ٤٩٧ نومرې لري.


جېسن هولډر له تېرو ١٨ مياشتو راهيسې د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې په لومړي مقام و، چې بين سټوکس ترې دا مقام واخيست.

بين سټوکس چې اوس د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري، تر هغه وروسته د ويسټ انډيز جېسن هولډر، د هند رويندرا جډيجا، د اسټراليا مچل سټارک او د هند روي چندرن اشوين نومونه دي، چې په دويم، دريم، څلورم او پنځم مقام کې قرار لري.

همدا راز په شپږم مقام کې کولين دي ګرېنډ هوم، په اووم مقام کې پاټ کومنز، په اتم مقام کې روسټون چيس، په نهم مقام کې ټيم ساوټي او په لسم مقام کې د انګلستان کرس ووکس راغلي دي.

د يادولو وړ ده چې د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې بيا د اسټراليا پاټ کومنز د توپ اچونکو په برخه کې لومړى مقام لري او د توپوهونکو په برخه کې هم د اسټراليا سټيو سميت لومړى مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …