کورپاڼه / بېلا بېل / د ٧٠ کلن بابا د دويم واده شوق، سړي سره دوکه وشوه او اوس په روغتون کې بستر دى
واده

د ٧٠ کلن بابا د دويم واده شوق، سړي سره دوکه وشوه او اوس په روغتون کې بستر دى

په هند کې يو ٧٠ کلن بابا د دويم واده شوق وکړ، چې د دې لپاره يې ناوې هم پېدا کړه، خو ناوې له دغه سړي سره دوکه وکړه او ترې وتښتېده، له هغه وروسته په بابا د زړه حمله راغله چې اوس په روغتون کې بستر دى.

د انډيا ټايمز د راپور په وېنا، دا سړى د هند د ممبۍ ښار اوسېدونکى دى. پوليس وايي چې د نوموړي مېرمن په ٢٠١٨ کال کې مړه شوې ده، چې وروسته يو ملګري ورته د دويم واده مشوره ورکړه.

د پوليسو په وېنا، د دغه سړي همدغه ملګري هغه له يوې طلاقې شوې ښځې سره په اړيکه کې کړ، يادې ښځې دغه سړي ته وويل، چې هغه له خپل مور و پلار، ورور او ٢١ کلنې لور سره ممبۍ ته ورځي او هلته به د واده په اړه ټولې خبرې وکړي.

کله چې دا خلک ممبۍ ته راغلل، نو د بابا په کور کې پاتې شو. بابا په دغه ښځه ډېر باور وکړ او هغې ته يې د کور ټولې کيلي ګانې ورکړې. د دوى ترمنځ خبره دا وشوه چې واده به په هغه ښار کې کېږي چې چېرته دا ښځه ژوند کوي.

همدا لامل شو چې بابا له دوى سره د جېپور ښار ته لاړ، خو هلته د دوى د واده نېټه يوه مياشت وروسته وټاکل شو، بابا وويل چې يوه مياشت خو دلته نه شي پاتې کېداى، نو بېرته ممبۍ ته خپل کور ته لاړ، چې يوه مياشت وروسته به راشي.

پوليسو همدا راز ويلي دي، کله چې دا بابا خپل کور ته ورسېده نو هله ورته معلومه شوه چې کور خو يې له هر څه پاک شوى دى. د هغه له کور څخه طلا، نغدې پېسې او نور ګرانبيه شيان ټول ورک و.

بابا پوليسو ته لاړ او ټوله کيسه يې ورته تېره کړه، نوموړي وويل چې له کور څخه يې ٢ ميليونه او ٨٠٠ زره هندي کلدارې نغدې او سامانونه غلا شوي دي. دغه بابا په هغه ښځه او د هغې په کورنۍ د غلا تور پورې کړ.

کله چې د بابا په کور کې غلا وشوه، نو وروسته يې له هغه ښځې او د هغې له کورنۍ سره د اړيکې نيولو هڅه وکړه، خو ناکامه شو، ځکه هغوى خپلې ټولې شمېرې بندې کړې وې، له دې هر څه وروسته په بابا د زړه حمله راغله، چې روغتون ته يوړل شو او اوس هغه په روغتون کې بستر دى.

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …