کورپاڼه / اسلام / پاکستان کې مياشت ونه ليدل شوه، لوى اختر به تر سعودي عربستان يوه ورځ وروسته وي
مفتي منيب

پاکستان کې مياشت ونه ليدل شوه، لوى اختر به تر سعودي عربستان يوه ورځ وروسته وي

د پاکستان د مياشت ليدلو کمېټې نن خپله غونډه وکړه، خو د ذي الحجې مياشت په دغه هېواد کې ونه ليدل شوه او په پاکستان کې به لوى اختر تر سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو يوه ورځ وروسته وي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د مياشت ليدو لپاره د هلال کمېټۍ ناسته د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مفتي منيب الرحمان په مشرۍ کې وشوه، خو د ١٤٤١ کال د ذي الحجې مياشت ونه ليدل شوه.

د هلال کمېټې مشر په خپله وېنا کې وويل، چې دوى د پاکستان په يوه برخه کې هم د ذي الحجې مياشت ونه ليدله، نه هم له کومې برخې چا د مياشت ليدلو شهادت ورکړى دى، نو د ذي الحجې لومړۍ نېټه به د جولاى په ٢٣مه نېټه او د پنجشنبې په ورځ وي، همدا راز لوى اختر به د اګست په لومړۍ نېټه وي.

د يادولو وړ ده چې پرون په سعودي عربستان کې هم د مياشت ليدلو لپاره ناستې شوې وې او سترې محکمې له خلکو څخه هم غوښتنه کړې وه چې د ذي الحجې د مياشتې ليدو لپاره دې تيارى ونيسي.

خو پرون په سعودي عربستان کې مياشت ونه ليدل شوه او نن د روانې اسلامي مياشتې وروستۍ يا دېرشمه نېټه وه، چې سبا د جولاى په ٢٢مه نېټه به د ذي الحجې لومړۍ ورځ وي.

د سعودي عربستان سترې محکمې همدا راز ويلي دي، چې د عرفې ورځ به د جولاى په دېرشمه او د لوى اختر ورځ به د جولاى په ٣١مه نېټه وي.

د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې به هم لوى اختر د زمري يا اسد مياشتې په لسمه نېټه ولمانځل شي، چې د جولاى له يو دېرشمې نېټې سره سمون خوري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar