کورپاڼه / هنر او کلتور / د رېسلينګ مشهور لوبغاړى جان سينا هم د ايشوريه راى مينه وال دى
جان سينا او ايشوريه راى

د رېسلينګ مشهور لوبغاړى جان سينا هم د ايشوريه راى مينه وال دى

د ډبليو ډبليو اي يا رېسلينګ مشهور لوبغاړى جان سينا هم د ښکلا د پخوانۍ ملکې او د هندي فلمونو د نوموتې هنرمندې ايشوريه راى مينه وال دى، ايشوريه راى چې اوسمهال د کورونا له امله په روغتون کې بستر ده، جان سينا يې په خپل اکاونټ يو عکس خپور کړى دى.

د هندي ټلويزيون اېن ډي د راپور په وېنا، جان سينا له عکس سره څه نه دي ليکلي، خو د عکس له خپرولو څخه ښکاري چې هغه هم د ايشوريه راى مينه وال دى او هندي فلمونه ګوري.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by John Cena (@johncena) on


ايشوريه راى څو ورځې مخکې د خپلې لور سره يو ځاى د ممبۍ په يو روغتون کې د کورونا له امله بستر شوه.

له هغه وروسته چې د ايشوريه راى او د هغې د لور د کورونا ټېسټونه مثبت راغلل، نو دواړه په خپل کور کې کرنټين شوې، خو وروسته د تنفس مشکل له پېدا کېدو سره سم ايشوريه راى او لور يې روغتون ته يوړل شوې.

همدا راز تر ايشوريه راى يوه ورځ مخکې د هغې د خسر اميتاب بچن او د خاوند ابيشيک بچن د کورونا ټېسټونه هم مثبت راغلي و، چې دواړه په روغتون کې بستر شوي.

همدا راز اميتاب بچن له روغتون څخه د خپل زوي، نږور او لمسۍ يو عکس هم په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى و او له خلکو څخه يې مننه کړې وه. هغه ليکلي و چې زه ستاسې مينه او ستاسې دعاګانې وينم، زه له تاسې ټولو څخه مننه کوم.

 

View this post on Instagram

 

We see your love .. we hear your prayers .. we fold our hands 🙏🙏🙏🙏 .. in gratitude and thanks !

A post shared by Amitabh Bachchan (@amitabhbachchan) on


د يادولو وړ ده چې جان سينا اتر دې مخکې د هندي فلمونو مشهورو هنرمندانو عرفان خان، رشي کپور او سوشانت سينګ راجپوت، چې په دې وروستيو کې ومړه، عکسونه هم په خپل انسټاګرام کې خپاره کړي و.

د يادولو وړ ده چې هند يو له هغه هېوادونو څخه دى چې کورونا ډېر ځپلى دى، هند په دې برخه کې دريم هېواد دى چې د کورونا ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي، په هند کې له ١ ميليون او ٣٨ زرو څخه زيات کسان له کورونا اغېزمن شوي دي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …