کورپاڼه / کرکټ / محمد عامر: په درې واړه بڼو کې لوبېدل مې ستره تېروتنه وه
محمد عامر

محمد عامر: په درې واړه بڼو کې لوبېدل مې ستره تېروتنه وه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکى محمد عامر وايي، چې له بندېز پاى ته رسېدو وروسته چې کرکټ ته راغى نو درې واړه بڼو کې يې لوبېدل ستره تېروتنه وه.

د پاکستايني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي محمد عامر په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې په لوبو کې د فساد له امله چې پر هغه بندېز لګېدلى و، نو له بندېز وروسته بېرته راتګ او په درې واړه بڼو کرکټ کې يې لوبېدل تېروتنه وه.

په محمد عامر باندې پنځه کاله د هر ډول کرکټ بندېز لګېدلى و، هغه وايي چې تر راتلونکو شپږ کلونو لپاره نور کرکټ هم کولاى شي.

٢٨ کلن چټک توپ اچوونکي نورو توپ اچونکو ته هم مشوره ورکړې ده، چې د هغه په څېر تېروتنه دې نه کوي، بلکې خپل فيټنس ته په کتلو سره يو يا دوه بڼو کې دې لوبې وکړي.

محمد عامر وايي، ځوانو چټک توپ اچونکو ته پکار دي چې اول په يو يا دوه فارمېټونو کې خپله وړتيا ښکاره کړي، که يې وروسته کولاى شول نو په درې واړه فارمېټونو کې دې لوبې وکړي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې هغه توپ اچوونکي چې تر نورو يې سپېډ ډېر دى، بايد د هر څه په اړه ډېر فکر وکړي، ځکه يوه غلطه پرېکړه د دوى کيرير ختمولى شي.

محمد عامر وايي، کله چې هغه له بندېز وروسته بېرته راغى او درې واړه بڼو کې يې کرکټ پيل کړ، نو دوه کاله وروسته له ستونزو سره مخ شو، هغه وايي چې په ٢٠١٨ کال کې د ټپونو ښکار شو، نو ځکه يې ټېسټ لوبو کې لوبېدل پرېښودل.

نوموړى زياتوي، چې دې ته هيله من دى چې د راتلونکو پنځه يا شپږ کلونو لپاره به نور کرکټ هم وکړي.

د يادولو وړ ده چې محمد عامر د پاکستان لپاره په ٣٦ ټېسټ، ٦١ نړيوالو يو ورځنيو او ٤٨ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، نوموړي په ټېسټ کې ١١٩، يو ورځنيو کې ٨١ او شل اوريزو کې ٥٩ ويکټې ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …