کورپاڼه / هنر او کلتور / له لندنه د ويډيو خپرول سونم کپور ته ګران تمام شو
سونم کپور

له لندنه د ويډيو خپرول سونم کپور ته ګران تمام شو

د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې سونم کپور ته له لندنه د ويډيو خپرول ګران تمام شو، ځکه په ټولنيزو رسنيو کې پرې سختې نيوکې وشوې.

د هندي فلمونو هنرمنده سونم کپور له دوبۍ څخه د خپل خاوند انند اهوجا سره يو ځاى لندن ته لاړه، خو په لندن کې هغې بايد ١٤ ورځې ځان کرنټين کړى واى.

هغې لندن ته له رسېدو وروسته په دويمه ورځ په خپل انسټاګرام کې يوه ويډيو خپره کړه، چې په يو پارک کې ناسته ده.

د نوموړې دا ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوه او خلکو پرې سختې نيوکې وکړې.

 

View this post on Instagram

 

No filter, just amazing natural light ☀️ also chirping birds make me 😊

A post shared by Sonam K Ahuja (@sonamkapoor) on


په ټولنيزو رسنيو کې خلکو په خپلو تبصرو کې وويل، چې سونم کپور بايد د کورونا په دې وخت کې له ذمه وارۍ کار واخلي او داسې يو کار ونه کړي، چې نورو خلکو ته د بېلګې په ډول وګرځي. دوى وليکل چې نوموړې ته پکار و چې ځان يې کرنټين کړى واى، ځکه که داسې ګرځي نو ښايي د نورو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.

يو شمېر خلکو وليکل، چې سونم کپور د کرنټين له اصولو څخه سرغړونه کړې ده، بايد هغه ونيول شي او ورته د دې سرغړونې جزا ورکړل شي.

خو په داسې کې بيا سونم کپور هم غلې کېنه ناسته او په ټويټر باندې يې د خلکو په دغه تبصرو خپله غوسه ښکاره کړه.


سونم کپور په ټويټر کې وليکل، چې هغه د خپل کور په ګارډن يا چمن کې ناسته ده او بهر نه ده وتلې. ځکه اوس په خپل کور کې کرنټين ده او د کرنټين وخت پوره کوي، خو خلکو سره ډېر زيات بېځايه وخت دى.

هغې په خپل دغه پوسټ کې دا هم وويل، چې داسې خلک بايد له پامه وغورځول شي، خو د نوموړې په دې پوسټ هم خلکو ډېرې نيوکې وکړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …