کورپاڼه / بېلا بېل / ٨٣ کلنې ښځې له ٦٤ کلونو راهيسې ويښتان نه جوړ کړي او نه يې وينځلي
اوږده ويښتان ١

٨٣ کلنې ښځې له ٦٤ کلونو راهيسې ويښتان نه جوړ کړي او نه يې وينځلي

په وېتنام کې يوه داسې ښځه هم ژوند کوي چې له تېرو ٦٤ کلونو راهيسې يې خپل ويښتان نه دي واړه کړي، د هغې ويښته د يوه اوږده مار په څېر ٦ متره اوږده شوي دي.

د اډيټي سينټرل د راپور په وېنا، دا ښځه د وېتنام په بين ټري ايالت کې ژوند کوي، ٨٣ کلنې نيګيو تايي دين له ١٩ کلنۍ راهيسې وروسته ويښته نه دي واړه کړي.

هغه وايي، چې له تېرو ٦٤ کلونو راهيسې يې کله هم شېمپو نه ده کارولې.

د خپل ځان په اړه دغه وېتنامۍ ښځې وويل، چې کله هغه د ١٩ کلونو وه، نو مور و پلار يې ورته ويښته واړه کړل، چې له هغه وروسته يې په سر کې درد شو.

نيګيو تايي وايي، چې ډېره درملنه يې وکړه، خو بيا يې هم د سر درد ښه نه شو.

نوموړې همدا راز زياتوي، کله چې زما ويښتان لويېدل نو زما د سر درد کې هم کمى راروان و او له هغه وروسته يې پرېکړه وکړه چې بيا به خپل ويښتان نه واړه کوي.

اوږده ويښتان ٢

هغه همدا راز په شېمپو او صابون هم خپل ويښتان نه وينځي، نوموړې وويل، چې کله يې هم ويښتان وينځلي دي نو بيا يې په سر درد راغلى دى، له هغه وروسته يې خپلو ويښتانو ته د اوبو ورکولو څخه هم ډډه وکړه.

په ١٩٩٠ کال کې دغه ښځې د بودانو په ټېمپل کې د اوسېدو لپاره خواست وکړو، چې دا خواست يې منظور شو.

هغه وايي، چې په ورځ کې يو ځل شنه سبزي خوري. د هغې په وېنا، چې د ٨٣ کلونو په عمر کې هم ذهني او بدني لحاظ له روغتيا برخمنه ده، نو لامل يې د دې خوراک دى.

پوهان وايي، چې د هغې ويښتان په کال کې ١٠ سينټي متره اوږده شوي دي، چې اوس يې ويښتان شپږ متره اوږده دي.

د يادولو وړ ده چې په ٢٠١٨ کال کې د يوکراين يوه ښځه هم په رسنيو کې راغلې وه چې له ٢٨ کلونو راهيسې يې ويښتان نه و واړه کړي او ويښتان يې له قد نه هم اوږده شوي و.

د يوکراين دغه ٣٣ کلنې ښځې الينا کرواسينکو يوه بريالۍ تجاره وه او ٦ ماشومان يې هم درلودل.

الينا په وروستي ځل په ٥ کلنۍ کې ويښتان واړه کړي و، له هغه وروسته يې بيا ويښتان نه و واړه کړي، چې د ويښتانو اوږدوالى يې دوه متره او ٦ فوټه ته رسېدلى و.

هغه په يوه مرکه کې ډېر په وياړ ويلي و، چې په نړۍ کې د قدرتي اوږدو زلفو د څښتنې مېرمنې څخه نور څه زيات ښکلي نشته.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …