د انلاين شرکت (امازون) مشر جيف بيزوس د نړۍ تر ټولو شتمن کس دى او د جولاى په ٢٠مه نېټه د هغه په شتمنۍ کې يوازې په يوه ورځ کې د ١٣ ميليارده ډالرو زياتوالى راغلى دى.
د بلومبرګ د راپور په وېنا، د جيف بيزوس شتمني اوس ١٨٩ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده.
هسې خو د کورونا ويروس نړيوالې وبا له امله د نړۍ اقتصاد خراب شوى دى، خو د امازون د بنسټګر په شتمنۍ کې بيا ٧٤ ميليارده ډالر زياتې شوې دي.
د بلومبرګ د راپور په وېنا، له ٢٠١٢ کال راهيسې تراوسه پورې دا لومړى ځل دى چې په يوه ورځ د يو کس په شتمنۍ کې ١٣ ميليارده ډالر زياتېدل ثبت شوي دي.
جيف بيزوس په ١٩٩٥ کال کې خپل شرکت پيل کړ او اوس د هغه شرکت د نړۍ په څو لويو شرکتونو کې يو دى.
جيف بيزوس يوازينى ميلياردر نه دى چې د کورونا ويروس په دې وخت کې يې په شتمنۍ کې زياتوالى ليدل شوى دى.
د انسټيټيوټ فار پالېسي سټډيز د يو راپور په وېنا، د يو شمېر امريکايي ميلياردرانو په شتمنۍ کې هم د کورونا ويروس په دې وخت کې زياتوالى ليدل شوى دى، په ځانګړې توګه د مارچ له ١٨مې بيا د جولاى تر ١٦مې پورې هره اونۍ د دوى په شتمنۍ کې ٤٢ ميليارده ډالر زيات شوي دي.
په دې دومره موده کې دغه ميلياردرانو ٧٠٠ ميليونه ډالر ګټلي دي.
د يادولو وړ ده چې جيف بيزوس تېر کال هغه مهال د ٣٦ ميليارده امريکايي ډالرو څخه لاس ووينځل، چې خپلې مېرمنې ته يې طلاق ورکړ.
دا د نړۍ تر ټولو ګرانبيه طلاق هم ګڼل کېږي، چې د جيف بيزوس شتمني يې کمه کړه. د هغه پخوانۍ مېرمن مېکنزي بيزوس هم اوس د امازون شرکت کې پراخه ونډه لري.