کورپاڼه / هنر او کلتور / دپيکا پاډوکون له پراباس سره په راتلونکي فلم کې کار کوي
پراباس او دپيکا پاډوکون

دپيکا پاډوکون له پراباس سره په راتلونکي فلم کې کار کوي

د هندي سينما نوموتې او ښايستوکې هنرمنده دپيکا پاډوکون د ډېرو پېسو ګټونکي فلم (باهو بلي) لوبغاړي پراباس سره په راتلونکي فلم کې کار کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دپيکا پاډوکون به په خپل نوي فلم کې له پراباس سره ګډ کار وکړي، تر اوسه پورې د دې فلم نوم له خلکو سره نه دى شريک شوى.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دا فلم په درې ژبو، تيلګو، هندي او تامل کې جوړېږي، که څه هم دا فلم د هندي سينما په برخه کې نه راځي، خو د تيلګو فلمونو يا ټالي ووډ تر ټولو مشهور هنرمند پراباس او د هندي سينما نوموتې هنرمنده دپيکا پاډوکون به په دې فلم کې ګډ کار وکړي.

دپيکا پاډوکون ١

دپيکا پاډوکون په ټويټرپاڼه کې په يو پېغام کې د (دپيکا پراباس) هشټاګ هم کارولى دى او خپل مينه وال يې د دې فلم نه خبر کړي دي چې هغه پکې کار کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د دپيکا پاډوکون د دې فلم ډايريکټر يا لارښود به ناګ اشون وي او همدا راز پروډيوسر يا مصارف کوونکى يې اسواني دت ويجى دى، دا فلم ښايي په ٢٠٢٢ کال کې د دغه فلمي شرکت د پنځوسمې کليزې پر مهال نندارې ته وړاندې شي.

دپيکا پاډوکون

د يادولو وړ ده چې باهو بلي فلم چې په دوه برخو کې خپور شوى و، پراباس پکې مرکزي رول لوبولى و او دې فلم ډېرې زياتې پېسې ګټلې وې. د دې فلم لومړۍ برخې د سينماګانو څخه ٦٨٥٠ ميليونه کلدارې او دويمې برخې يې بيا ١٨١٠٠ ميليونه هندي کلدارې ګټلې وې.

د يادولو وړ ده چې دپيکا پاډوکون د خپل خاوند رنوير سينګ سره په (٨٣) فلم کې هم کار کړى دى، دا فلم چې په کرکټ جوړ شوى دى، اوس د سينماګانو پرانيستو ته په تمه دى تر څو نندارې ته وړاندې شي.

دپيکا پاډوکون او رنوير سينګ

همدا راز له ٢٠١٤ کال وروسته يو ځل بيا دپيکا پاډوکون له شاه رخ خان سره په يو فلم کې د کار کولو وړانديز منلى دى، تراوسه پورې د دغه فلم نوم هم له خلکو سره نه دى شريک شوى.

دا هم ولولئ

هندي اداکاران

د کورونا له امله په ۲ اونیو کې د هند ۱۶ هنرمندان مړه شوي

په هند کې د کورونا دویمه څپه له کنټروله وتلې ده، روغتیايي سیسټم يې خلکو …