کورپاڼه / بېلا بېل / رونالډو يو بل ريکارډ په خپل نوم ثبت کړ
کرسټيانو رونالډو

رونالډو يو بل ريکارډ په خپل نوم ثبت کړ

د فوټبال مشهور لوبغاړي کرسټيانو رونالډو يو بل ريکارډ هم په خپل نوم ثبت کړ، نوموړى د کلب فوټبال په تاريخ کې په انګلش غوره ليګ، لاليګا او ايټالين فوټبال ليګ سيري اې کې پنځوس پنځوس ګولونه وهلي دي، چې په دې سره د فوټبال لومړنى لوبغاړى شو چې دا ريکارډ يې جوړ کړ.

د راپورونو په وېنا، د فوټبال دې نوموتي لوبغاړي دا ريکارډ هغه مهال جوړ کړ، چې نوموړي د لازيو پر وړاندې په لوبه کې لومړى ګول وواهه، رونالډو په سيري اې کې له ١٩٩٥ کال څخه راوروسته تر هغه لوبغاړى دى چې پنځوس ګولونه يې په ډېر لږ وخت کې او چټک ووهل.

د لازيو پر وړاندې په لوبه کې د رونالډو لوبډلې يووينټس په دوه يو سره لوبه کې بريا خپله کړه.

کرسټيانو رونالډو له ٢٠٠٣ کال راهيسې تر ٢٠٠٩ کال پورې د انګلش غوره ليګ کلب مانچسټر يونايټيډ لپاره لوبېده، چې په دې مهال کې نوموړي ٨٤ ګولونه ووهل.

له ٢٠٠٩ کال راهيسې تر ٢٠١٨ کال پورې هغه د سپين فوټبال کلب ريال مېډريډ برخه وګرځېده، چې په دې موده کې نوموړي ٣١١ ګولونه ووهل.

په ٢٠١٩ کال کې کرسټيانو رونالډو د يووينټس لوبډلې لپاره لوبېدل پيل کړل او د دغه لوبو په دويم پړاو کې يې د ګولونو پنځوسيزه پوره کړه. هغه د دې پنځوسيزې په پوره کولو سره د نړۍ په درې سترو فوټبال ليګونو کې د پنځوس پنځوس ګولونو په وهلو سره لومړنى د فوټبال لوبغاړى شو او دا ريکارډ يې په خپل نوم ثبت کړ.

د پرتګال دا ٣٥ کلن د فوټبال مشهور لوبغاړى کرسټيانو رونالډو له ١٩٩٢ کال راهيسې فوټبال کوي، هغه له ١٩٩٢ څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې د تنکيو ځوانانو په لوبډلو کې لوبېدلى دى، همدا راز له ٢٠٠٢ کال راهيسې تر اوسه پورې بيا په کلب لوبو کې لوبېږي.

همدا راز نوموړى د پرتګال د ١٥ کلنو، ١٧ کلنو، ٢٠ کلنو، ٢١ کلنو، ٢٣ کلنو او ملي لوبډلې لپاره هم لوبېږي. نوموړى د پرتګال ملي لوبډلې لپاره د ٢٠٠٣ کال راهيسې لوبېږي او تراوسه پورې يې په دغه موده کې ٩٩ ګولونه هم وهلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د ټرمپ مينه وال

هغه هندى ومړ، چې د ډونالډ ټرمپ عبادت يې کاوه

د هند هغه اوسېدونکى ومړ، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عبادت به يې …