کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په لومړي ځل د ژباړې لپاره ګوشکۍ جوړې شوې
ګوشکۍ

په لومړي ځل د ژباړې لپاره ګوشکۍ جوړې شوې

په ټوله نړۍ کې اوس د ژباړې لپاره داسې الې جوړې شوې دي، چې په هماغه وخت کې له يوې ژبې څخه بلې ته ژباړې وکړي، خو دا الې بيا له انټرنېټ سره تړلې وي او له انټرنېټ پرته کار نه کوي، خو په لومړي ځل اوس په نړۍ کې د ژباړې لپاره داسې ګوشکۍ جوړې شوې دي، چې له انټرنېټ پرته هم په څو ژبو کې ژباړې کولاى شي او د خبرو پر مهال تاسې هممهاله د هغه خبرو ژباړه په خپله ژبه کې اورېدلى شئ.

دې ژباړونکو ګوشکيو ته د (ټايم کيټل ټو) نوم ورکړل شوى دى چې له ٢٠١٧ کال راهيسې پرې کار روان و. دا پرته له دې چې له انټرنېټ سره وصل شي، له انګليسي څخه چينايي، جاپاني، فرانسيسي او کوريايي ژبو ته ژباړې کوي او له دې شپږ ژبو څخه انګليسي ته هم د ژباړې وړتيا لري.

همدا راز په دې ګوشکيو باندې موسيقي هم اورېدلى شئ او په دې کې د لوړ معيار سپيکرونه لګېدلي دي. له دې مخکې ياد شرکت چې کوم په ژوندۍ بڼه ژباړونکې اله جوړه کړې وه، هغه د انټرنېټ په ستر شرکت امازون کې ٣٠٠ زرو کسانو خوښه کړې وه، له هغه وروسته د دې دا نوې بڼه هم خلکو ته وړاندې شوه.

کله چې دا ګوشکۍ له انټرنېټ سره وصل شي، نو بيا دا ٩٣ ژبو او لهجو ته د ژباړې وړتيا لري.

له ژباړې پرته په دې ګوشکيو کې تاسې زنګونو ته هم ځواب ورکولى شئ او همدا راز کله چې له چاسره په موبايل کې خبرې کوئ او غواړئ چې ژباړه يې واورئ، هم يې کولاى شئ.

د يو اپليکېشن په مرسته دې ګوشکيو ته راتلونکى غږ دغه اپليکېشن ته ورځي او هلته يې ژباړه په هماغه وخت بېرته ستاسو غوږونو ته دررسوي.

د ټېکنالوژۍ پوهان دا يوه ستره لاسته راوړنه بولي او وايي اوس به دې ته اړتيا پېښه نه شي چې يو څوک دې ډېرې ژبې زده کړي، بلکې د يوې ګوشکۍ په درلودلو سره تاسې د نړۍ په لسګونو ژبو له خلکو سره خبرې کولاى شئ.

د دغه ګوشکيو جوړونکى شرکت وايي، چې دوى په دې برخه کې نور کار هم کوي او غواړي چې دا ګوشکۍ د دې وړتيا ولري چې که چېرته تاسې په بازار يا بل چېرته يئ او شاوخوا مو څوک خبرې کوي، چې هغه هم په خپله ژبه کې واورئ.

دغه شرکت وايي، چې دا ګوشکۍ په ځانګړې توګه د هغه خلکو لپاره ډېرې ګټورې دي، چې د تجارت، سياحت او نورو کارونو لپاره بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه کوي.

دا ګوشکۍ همدا راز د بېلا بېلو ژبو د خبرونو او فلمونو کتلو لپاره ازمايل شوي دي او په دواړو برخو کې يې سمه ژباړه کړې او بريالۍ شوې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مخ ماسک، شيلډ او جيکټ

کورونا د ژوند کړه وړه بدل کړه، راتلونکې نړۍ به څنګه وي؟

کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، ساينسپوهان او روغتياپالان وايي، چې …