کورپاڼه / کرکټ / د پاکستاني کرکټر محمد عامر د مينې کيسه
محمد عامر

د پاکستاني کرکټر محمد عامر د مينې کيسه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي محمد عامر له خلکو سره د خپلې مينې کيسه شريکه کړه، هغه وويل چې په لومړي ځل يې د نرجس په ليدو هغې ته زړه ورکړ.

محمد عامر له پخواني لوبغاړي عتيق الزمان سره په خپله مرکه کې وويل، چې هغه مهال چې په لندن کې يې د فساد دوسيه روانه وه، هغه په يوه رسټورانټ کې د ډوډۍ خوړلو لپاره تللى و.

هغه وايي، بهر باران ورېده او زه د ټېکسي په تمه ولاړ وم، په دې وخت کې يوه کورنۍ راغله او راته يې وويل چې غواړي يو عکس راسره واخلي، له عکس اخيستو وروسته چې زه په کوم لوري تللم، دوى هم په هماغه لور تلل نو يې زه هم تر خپل منزل پورې ورسولم.

محمد عامر ١

محمد عامر وايي، دوى ترې غوښتنه وکړه چې په فېسبوک کې يې له ځان سره ملګري کړم، څو ورځې وروسته يې بيا خپل کور ته د ډوډۍ لپاره بلنه ورکړه، د دغه خلکو کور ته نرجس هم راغلې وه، هغه په لندن کې د اوسېدو پرته هم ډېره ساده وه او بېخي کورنۍ نجلۍ ښکاره کېده، په لومړي ځل ليدو يې له ما زړه يووړ.

محمد عامر زياتوي، چې د دغه کورنۍ کسان له ماسره په فېسبوک کې ملګري و او په دې کې راته د نرجس د فېسبوک اى ډي هم مخې ته راغله، ما ورته ميسج وکړ او هغې راته وليکل: ((وروره! ته څوک يې؟))

نوموړى وايي چې دا د (ورور) کلمې ختمولو لپاره ما ٦ مياشتې خواري وکړه. هغه وايي چې نرجس راته ويل چې ته زما د خپلوانو ملګرى يې نو زما هم د ورور په څېر يې.

محمد عامر ٢

محمد عامر وايي، چې دغه ورځې د هغه لپاره ډېرې سختې وې، ځکه د لندن په محکمه کې يې دوسيه روانه وه او په داسې وخت کې ترې ټول ملګري او دوستان ليرې شوي و. نوموړى وايي چې نرجس ته مې وويل چې ته زما په ژوند کې يوه مثبته انرجي يې، نو دا (ورور) راته مه وايي، زه غواړم له تاسره ژوند جوړ کړ، ستا خوښه وي نو زه به ستا له مور سره خبرې وکړم.

نوموړي وويل، د نرجس سره له خبرو وروسته يې د هغې له کورنۍ سره په يوه رسټورانټ کې وليدل او ورته يې وويل چې ستا لور مې خوښېږي او چې څنګه زما دا د محکمې کيسه ختمه شي، غواړم چې واده ورسره وکړم.

محمد عامر ٣

نوموړى وايي، همداسې مې وکړل، له دوسيې ختمېدو وروسته مې واده وکړ او اوس ډېر خوشحاله ژوند تېروم.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان چټک توپ اچونکى ٢٨ کلن محمد عامر له پنځه کلن بندېز سره مخ شوى و، چې د بندېز له ختمېدو وروسته بېرته کرکټ ته راستون شو.

هغه همدا راز په خپله مرکه کې دا هم ويلي و، چې له بندېز ختمېدو وروسته په درې واړه فارمېټونو کې لوبېدل يې ستونزه وه، نو ځکه يې ټېسټ سيالۍ پرېښودې.

نوموړي همدا راز ځوانو چټکو توپ اچونکو ته هم مشوره ورکړه، چې د درې واړه فارمېټونو په ځاى دې په يو فارمېټ کې ځان ثابت کړي او که بيا يې وړتيا درلوده نو په نورو فارمېټونو کې دې هم ولوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …