کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ تر ټولو لوى کاکروچ موندل شوى
کاکروچ

د نړۍ تر ټولو لوى کاکروچ موندل شوى

په سنګاپور کې د نړۍ تر ټولو لوى کاکروچ Cockroach (خزنده) موندل شوې ده، چې نه يوازې دا چې ډېر لوى دى، بلکې پښې يې هم ١٤ دي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د سنګاپور يوې ډلې څېړونکو په سمندر کې په ژوندي موجوداتو باندې څېړنې کولې، چې د سمندر په ژوره کې يې يو لوى او غټ کاکروچ Cockroach موندلى دى.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د سنګاپور د ملي پوهنتون يوه ډله څېړونکي د سمندر په څېړنه وتلي و، هغوى په بحر هند يا د هند په سمندر کې په ډېر ژوره کې دا کاکروچ Cockroach (خزنده) موندلې ده.


د سنګاپور د ملي پوهنتون دغه څېړنډلې د سمندر له ژورې څخه شاوخوا ١٢ زره بېلا بېل ژوندي موجودات راغونډ کړي دي، چې په دې کې دا ١٤ پښې لرونکى او ٢٠ انچه لوى کاکروچ Cockroach هم شامل دى.

د دغه څېړنې پوهان وايي، چې دا کاکروچ يا خزنده بېخي بل ډول ده، دوى دغه کاکروچ ته د بيتي نومس رکساسا (Bathynomus raksasa) نوم ورکړى دى.

د يادولو وړ ده چې په عام ډول کاکروچ Cockroach ډېرې نازکې ٦ پښې لري، خو د دغه نوي کاکروچ پښې ١٤ دي او دا پښې ډېرې کلکې او له زهرو څخه ډکې دي.

د يادولو وړ ده چې دې خزندې ته په انګليسي کې کاکروچ Cockroach وايي، خو په پښتو کې ورته بيا ګړندى، چابکۍ، چرچرنى، سورپرى يا د ورږو مورينه هم وايي. په دري يا پارسي ژبه کې دې ته د سوسک نوم اخلي او په اردو ژبه کې ورته بيا لال بېګ وايي.

کاکروچ يا دا چرچرنى او سورپرى بيا نه يوازې دا چې په ناليو کې ډېر پېدا کېږي، بلکې په اشپزخانو کې هم ډېر موندل کېږي. کاکروچ هم يو له هغه خزنده و څخه دى، چې چينايان يې ډېر په شوق سره خوري.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …