کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ تر ټولو زيات تور کب
تور کب

د نړۍ تر ټولو زيات تور کب

د امريکايي ساينسپوهانو يوې ډلې د سمندر په ژوره کې يو داسې کب موندلى دى، چې ورته د نړۍ تر ټولو تور کب هم ويل شوي دي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکايي ساينسپوهانو يوې ډلې د سمندر په ژورو کې يو شمېر داسې ژوندي موجودات موندلي دي چې تر ټولو تور هم دي، خو په دې کې يو کب يا ماهي هم موندل شوى دى، چې د نړۍ تر ټولو تور ژوندى موجود ورته ويل شوي دي. ځکه د دې په بدن چې کومه رڼا پرېوځي، ٩٩.٥ سلنه رڼا جذبوي.

د مشهور انسټيټيوټ (سمتسونين) د دغه څېړنيزې ډلې مشري کيرن اوسبورن کوله، چې څو مياشتې يې د سمندر په ژورو کې د لامبوزنو په مرسته څېړنې وکړې.

دوى په سمندر کې ډېر ژورو ته تللي و، چې هلته د لمر رڼا بېخي نه وررسېږي، د دغه څېړنډلې ساينسپوهانو د سمندر په ژوره کې ١٦ داسې ژوندي موجودات وموندل، چې هغه د نړۍ تر ټولو تور موجودات ګڼل کېږي.

خو په دې کې به يو خطرناک کب يا ماهي هم دوى موندلى دى چې ويل کېږي د نړۍ تر ټولو ژوندى موجود دى، ځکه په دې چې هر څومره رڼا پرېوځي، دا هغه رڼا ٩٩.٥ جذبوي او همدا لامل دى چې د دې کب عکس اخيستل هم ډېر ګران دي.

د سمندر په ژوره کې د موندل شويو دې نويو موجوداتو په اړه څېړنيز راپور په (کرنټ بايلوجي) کې خپور شوى دى.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې بيا د سنګاپور يوې څېړنيزې ډلې د سمندر په ژورو کې يو داسې کاکروچ يا خزنده موندلې ده، چې ويل کېږي د نړۍ تر ټولو لوى کاکروچ دى.

دا کاکروچ د عامو کاکروچو په پرتله ډېر لوى دى، همدا راز ١٦ پښې لري او ويل کېږي چې پښې يې ډېرې مضبوطې او له زهرو ډکې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ولسمشر غني د فوټبال فدراسیون مسوولین او لوبغاړي ستایلي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وروسته له غرمې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له …