کورپاڼه / هنر او کلتور / دپيکا پاډوکون د هندي سينما په تاريخ کې تر ټولو ګرانبيه هنرمنده، يو فلم کې د کار کولو ٢٠٠ ميليونه روپۍ اخلي
دپيکا پاډوکون ١

دپيکا پاډوکون د هندي سينما په تاريخ کې تر ټولو ګرانبيه هنرمنده، يو فلم کې د کار کولو ٢٠٠ ميليونه روپۍ اخلي

د هندي فلمونو مشهوره، ښايستوکې او د لومړي کتار هنرمنده دپيکا پاډوکون د هندي سينما په تاريخ کې لومړنۍ ښځينه هنرمنده شوه، چې د يو فلم لپاره تر ټولو زياتې پېسې اخلي.

څو ورځې وړاندې دپيکا پاډوکون په خپل ټويټر کې له خپلو مينه والو سره د خپل نوي فلم په اړه معلومات شريک کړي و، چې هغه په نوي فلم کې د باهو بلي فلم مشهور هنرمند پراباس سره ګډ کار کوي او د دې فلم ډايريکټر به اشوين ناګ وي، چې په درې ژبو، تيلګو، تامل او هندي کې جوړېږي.

دپيکا پاډوکون ١

تازه هندي رسنيو په راپورونو کې ويلي دي، چې دپيکا پاډوکون په دې فلم کې د ٢٠ کروړه يا ٢٠٠ ميليونه هندي کلدارو په بدل کې کار کوي.

په راپورونو کې دا هم ويل شوي دي، چې دپيکا پاډوکون لومړى دې فلم کې کار کولو ته زړه نه ښه کاوه، خو فلم جوړونکو په هر حال غوښتل چې هغه په خپل فلم کې واخلي.

په تازه راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دپيکا پاډوکون کردار په دې فلم کې بدلون راوستل کېږي او د نوموړې خوښې ته په کتلو سره به د هغې په کردار کې بدلون راوستل شي.

دپيکا پاډوکون

د ٢٠ کروړه يا ٢٠٠ ميليونه هندي کلدارو ترلاسه کولو سره دپيکا پاډوکون د هندي سينما د تاريخ تر ټولو ګرانبيه ښځينه هنرمنده شوه، ځکه تر دې مخکې دومره ډېرې پېسې کومې ښځينه هنرمندې په فلم کې د کار کولو په بدل کې نه دي اخيستي.

خو که د نارينه هنرمندانو سره پرتله شي، نو اوس هم د دپيکا دا پېسې ډېرې کمې دي، ځکه په همدې فلم کې پراباس ته بيا ٥٠ کروړه يا ٥٠٠ ميليونه هندي کلدارې ورکول کېږي.

شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون ١

د يادولو وړ ده چې د کورونا تر کنټرول وروسته به په دې فلم باندې کار پيل شي. همدا راز پراباس بيا د (رادهى شيام) فلم ثبت په دې ورځو کې پيلوي او همدا راز دپيکا پاډوکون د شاکون بتره په راتلونکي فلم کې کار ته ځان اماده کړى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …