کورپاڼه / کرکټ / کرکټ بورډ هستي ګل عابد څارنوالۍ ته معرفي کړى؟
هستي ګل عابد

کرکټ بورډ هستي ګل عابد څارنوالۍ ته معرفي کړى؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او روزونکى هستي ګل عابد د فساد په تور د کرکټ بورډ له لوري څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

که څه هم په دې اړه کرکټ بورډ په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو يو شمېر سرچينو ويلي دي، چې کرکټ بورډ نوموړى د ٢٠١٨ کال د غازي امان الله خان لېسټ اې سياليو کې د فساد له امله څارنوالۍ ته معرفي کړى دى.

هستي ګل عابد چې څو ورځې مخکې کرکټ بورډ له دندې ليرې کړى دى، په دې تړاو په خپله فېسبوکپاڼه کې هم يو پوسټ کړى دى.

نوموړي په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې زه له سياسي دسيسو څخه ويره نه لرم او که کرکټ بورډ څارنوالۍ ته عارض نه شي نو زه په خپله څارنوالۍ ته عارض کېږم او د خپل ځان د سپيناوي پوښتنه کوم.

هستي ګل عابد ليکلي دي: ((له هيڅ کومې سياسي دسيسې نه ويره نه کوم. که کرکټ بورډ څارنوالۍ ته عارض نه شي زه څارنوالۍ ته عارض کېږم د خپل ځان سپيناوي پوښتنه کوم، که څارنوالۍ کې هم ټاميان او غله کامياب شول، نو بيا ورسره شخصي حساب کوم.))

نوموړى همدا راز وايي، چې حکومت او څارنوالي بايد له کرکټ بورډ سره د تېرو لسو کلونو حساب وکړي، هغه وايي چې کرکټ بورډ سيسټم لري او هر څه په سيسټم کې موجود دي.

نوموړى ليکي: (حکومت او څارنوالي بايد د کرکټ بورډ د تېرو لسو کالو حساب کتاب د کرکټ بورډ له مشر نه نيولې تر څوکيداره پورې وکړي، کرکټ بورډ خپل سيسټم لري او هر څه يې په سيسټم کې موجود دي.))

هستي ګل عابد همدا راز وايي: ((ډر بايد په ټر پټ نه شي، که کرکټ بورډ سيسټم کې پر ما د يوې روپۍ حساب واښتو، يو ميليون ورکوم.))

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …