کورپاڼه / کرکټ / عبدالله بارکزى: له کرکټ بورډ زما د ليرې کېدو اوازې ناسمې دي
عبدالله بارکزى

عبدالله بارکزى: له کرکټ بورډ زما د ليرې کېدو اوازې ناسمې دي

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي ستر سلاکار عبدالله بارکزى وايي، چې له کرکټ بورډ څخه د هغه د ليرې کېدو اوازې ناسمې دي.

نوموړي له خپلواک وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې وويل، چې زما په اړه ناسمې اوازې دي چې له دندې ګوښه شوى يم، زه تراوسه په خپله دنده يم او دې برخه کې د افغانستان د کرکټ خدمت کوم.

بل لوري ته ويل کېږي چې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى له خپلې دندې ليرې شوى دى او ښايي راروانه اونۍ کې په رسمي ډول هغه ليرې او پر ځاى يې نوى کس وټاکل شي.

که څه هم په دې اړه تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي چې د لطف الله ستانکزي پر ځاى به څوک راشي، خو ويل کېږي چې نوى اجراييه رييس هم د ارګ له لوري ګمارل شوى دى.

لطف الله ستانکزي د عمومي رييس فرهان يوسفزي له لوري درې ځلې وارننګ يا اخطار هم ورکړل شوى و، دا اخطار د هغه د کارونو د ناسموالي او د کرکټ بورډ له منېجرانو سره د ناسمې رويې له امله ورکړل شوى و.

د يادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ د عملياتي څانګې منېجر حاجي ولي امين هم له خپلې دندې ليرې شوى دى او هغه اوس د بوست زون د روزونکي په توګه ټاکل شوى دى.

ياده دې وي چې د کرکټ بورډ ځينې سرچينې وايي، چې په کرکټ بورډ کې د فرهان يوسفزي او لطف الله ستانکزي ترمنځ له ډېر وخت راهيسې شخړې روانې وې او دواړو هڅه کوله چې د يو بل مخه ونيسي.

همدا لامل و چې د کرکټ بورډ ډېرې چارې هم ټکنۍ شوې وې او په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې د کرکټ بورډ پر ضد د خلکو نيوکې هم زياتې شوې وې، په ځانګړې توګه د اجراييه رييس پر ضد خلکو ډېر پوسټونه کول.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …