کورپاڼه / کرکټ / د محمد نبي قرارداد بېرته الف کټګورۍ ته بدل شو
محمد نبي

د محمد نبي قرارداد بېرته الف کټګورۍ ته بدل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري سږکال محمد نبي سره په ب کټګورۍ کې قرارداد شوى و، خو اوس د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د هغه قرارداد بېرته الف کټګورۍ ته واړاوه.

کرکټ بورډ که څه هم له لوبغاړو سره د قراردادونو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، خو ځينې سرچينو څو ورځې مخکې وويل، چې محمد نبي له فرهان يوسفزي او لطف الله ستانکزي سره په دې اړه ليدلي و او ورته يې ويلي و چې د هغه قرارداد دې له ب څخه الف کټګورۍ ته واړوي.

په الف کټګورۍ کې بيا اصغر افغان، راشد خان او مجيب الرحمان شامل و او په ب کټګورۍ کې د محمد نبي په ګډون يو شمېر نور لوبغاړي شامل و.

ځينو سرچينو وويل، چې محمد نبي په دې تړاو د کرکټ بورډ عملياتي منېجر او همدا اجراييه رييس سره شخړه هم کړې وه او ورته يې ويلي و، که د هغه قرارداد يې الف کټګورۍ ته بدل نه کړ، نو هغه به په شپږيزه کرکټ ليګ کې ګډون ونه کړي.

تازه يو شمېر سرچينې وايي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس د محمد نبي خبره ومنله او د هغه قرارداد يې بېرته الف کټګورۍ ته بدل کړو. په الف کټګورۍ کې لوبغاړو ته ٣٥٠٠ ډالر د مياشتې معاش ورکول کېږي.

ځينو سرچينو دا هم ويلي و، چې محمد نبي له الف کټګورۍ څخه ب کټګورۍ ته د کرکټ بورډ اجراييه رييس بدل کړى و، چې اوس فرهان يوسفزي بېرته الف کټګورۍ ته بدل کړ.

د يادولو وړ ده چې يو شمېر سرچينې دا هم وايي، چې د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزى له خپلې دندې ګوښه شوى دى او د هغه پر ځاى بل کس د ارګ له لوري کرکټ بورډ ته معرفي شوى دى، چې ښايي په راروانه اونۍ کې په رسمي ډول لطف الله ستانکزى رخصت او نوى اجراييه رييس معرفي شيي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …