کورپاڼه / بېلا بېل / څومره برېتانويان تشناب ته له تګ وروسته لاسونه نه وينځي؟
لاسونه وينځل

څومره برېتانويان تشناب ته له تګ وروسته لاسونه نه وينځي؟

د برېتانيې يوې ډلې پوهانو د يوې تازه سروې معلومات خپاره کړي دي، چې له مخې يې په هرو لسو برېتانويانو کې يې يو کس تشناب ته له تګ وروسته لاسونه نه وينځي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په برېتانيه کې په يوه سروې کې له ٢ زرو څخه زياتو کسانو ګډون کړى و، چې په لسو کې يو تن دا ومنله وه چې هغوى تشناب ته له تګ وروسته لاسونه نه وينځي.

تر ټولو مهمه دا ده، چې د حکومت او روغتيايي ادارو له لارښوونو وروسته هم، چې د کورونا د مخنيوي لپاره لاسونه وينځل لازمي دي، بيا هم يو شمېر برېتانويان د خپل عادت سره سم له لاسونو وينځلو ډډه کوي.

د دغه سروې په راپور کې ويل شوي دي، چې په اوسط ډول اته برېتانوي ځوانان هره ورځ خپل لاسونه اته ځلې وينځي، خو په لسو کې بيا يو کس داسې هم دى، چې د تشناب ته له تګ وروسته هم خپل لاسونه نه پاکوي.

په دغه راپور کې دا هم ويل شوي دي، چې د کورونا د مخنيوي په برخه کې د حکومتي لارښوونو سره سره اوس هم ١٢ سلنه کسان عامه تشنابونو ته ځي.

له شمېرو څخه معلومه شوې ده، چې په اوسط ډول يو کس هره ورځ اته ځلې خپل لاسونه وينځي، چې له کورونا مخکې به دې کسانو په اوسط ډول پنځه ځلې د ورځې خپل لاسونه وينځل.

دغه کسانو چې په سروې کې يې برخه اخيستې ده، وايي چې له کورونا مخکې به دوى د ١٣ ثانيو لپاره خپل لاسونه وينځل، خو اوس يې د ١٩ ثانيو لپاره وينځي.

په دې سروې کې برخه اخيستونکو کې ٤٥ کسان هغه و چې له ټوخي وروسته خپپل لاسونه وينځي، همدا راز په څلورو کې يو کس به له کورونا مخکې چې کله ډوډۍ تياروله نو لاسونه به يې وينځل او دوه سلنه کسانو به بيا لاسونه نه وينځل.

د پوهانو په وېنا، د برېتانيې ګڼ شمېر خلکو د کورونا ويروس په اړه ډېر ذمه واره دي او ٨٣ سلنه کسان له ټوخي او ٨٥ سلنه کسان له پرنجي وروسته خپل لاسونه پاکوي.

د برېتانيې روغتياپالان وايي، چې په روغتيايي لارښوونو عمل کول د هر کس ذمه واري ده، خو د ډېر افسوس خبره ده چې ډېرى خلک اوس هم احتياطي لارښوونې په سمه توګه نه عملي کوي.

دوى وايي، چې که لس سلنه کسانو هم د تشناب له کارولو وروسته خپل لاسونه په سمه توګه ووينځل او پاک يې کړل، نو موږ به د کورونا مخنيوى په اسانۍ وکړو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …