کورپاڼه / هنر او کلتور / فاطمه ثنا شېخ: کله چې خبره شوم شاه رخ خان واده کړى، زړه مې مات شو
شاه رخ خان او فاطمه ثنا شېخ

فاطمه ثنا شېخ: کله چې خبره شوم شاه رخ خان واده کړى، زړه مې مات شو

د هندي فلمونو مشهوره مسلمانه هنرمنده فاطمه ثنا شېخ وايي، کله چې هغه له دې خبره شوه چې شاه رخ خان واده کړى دى، نو زړه يې مات شو. هغه وايي چې له شاه رخ خان سره يې د يو فلم ثبت کاوه، چې په دې وخت کې ورته معلومه شوه چې هغه خو واده کړى دى، له هغه وروسته يې ډېر وژړل.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، فاطمه ثنا شېخ له شاه رخ خان سره په (ون ټو کا فور) فلم کې د ماشومې هنرمندې په توګه کار کړى و.

فاطمه ثنا شېخ ١

فاطمه ثنا شېخ وايي، چې شاه رخ خان ته دا نه وه معلومه، چې يوه پنځه کلنه نجلۍ له هغې سره ډېره زيات مينه لري او پر هغه مينه ده.

نوموړې په يوه مرکه کې د هغه فلم او هغه وخت په اړه خبرې وکړې، هغه وايي چې د ثبت پر مهال هغې فکر کاوه چې شاه رخ خان به د ژوند ښه ملګرى وي. هغه وايي کله چې راته دا وويل شول چې شاه رخ خان خو واده کړى دى، نو زما زړه مات شو.

فاطمه ثنا شېخ ٢

فاطمه ثنا شېخ وويل، تاسې ته نه ده معلومه خو ما وژړل، دا زما لپاره داسې وه چې يو انسان په مينه کې ماتې خوړلي وي، ما ډېر وژړل، زه ډېره زياته خپه وم چې هغه ولې واده کړى دى.

د يادولو وړ ده چې د فاطمه ثنا شېخ نوى فلم (لوډو) په انلاين بڼه خپرېدونکى دى، د دې فلم ډايريکټر يا لارښود انوراګ باسو دى.  په دې فلم کې د فاطمه ثنا شېخ تر څنګ راج کمار راو، ابيشيک بچن، سانيا ملهوتره او اديتي راى کپور هم کار کړى دى. همدا راز نوموړې په (سورج پى منګل بهاري) او (بهوت پوليس) فلمونو کې هم کار کوي.

فاطمه ثنا شېخ ٣

٢٨ کلنه فاطمه ثنا شېخ چې له ماشوموالي يې په فلمونو او سريالونو کې کار کړى دى، خو هغه مهال ډېره مشهوره شوه، کله چې يې له مشهور هنرمند عامر خان سره په (دنګل) فلم کې کار وکړ، دا د هندي سينما يو له کاميابو فلمونو څخه و، همدا راز د عامر خان او اميتاب بچن په (ټګز اف هندوستان) فلم کې هم فاطمه ثنا شېخ کار کړى دى.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …