کورپاڼه / هنر او کلتور / دپيکا پاډوکون او پريانکا چوپړا (جعلي مينه وال) اخيستي
پريانکا چوپړه او دپيکا پاډوکون

دپيکا پاډوکون او پريانکا چوپړا (جعلي مينه وال) اخيستي

د هندي سينما مشهورو ښځينه هنرمندانو دپيکا پاډوکون او پريانکا چوپړه باندې تور لګېدلى دى، چې دوى په ټولنيزو رسنيو کې د خپلو مينه والو زياتولو لپاره جعلي فالورز اخيستي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، په ټولنيزو رسنيو کې د فالورز شمېر ډېر اهميت لري، په داسې کې بيا په ټولنيزو رسنيو کې د جعلي مينه والو يا فالورز (Fake Followers) کار هم ډېر روان دى، همدا راز د مشهورو خلکو لپاره هم د هغوى فالورز ډېر مهم دي، ځکه له دې نه يې اهميت څرګندېږي.

د فېک فالورز له زياتېدو سره سم په هند کې د ممبۍ پوليسو هم په دې اړه څېړنې پيل کړې، چې د هغوى په څېړنې کې ځينې رازونه افشا شوي دي.

د ممبۍ پوليسو ويلي دي، چې مشهورو هنرمندانو دپيکا پاډوکون او پريانکا چوپړه فېک فالورز (جعلي مينه وال) اخيستي دي، همدا راز په دې ليسټ کې د نورو مهمو کسانو نومونه هم راغلي دي.

په انسټاګرام کې بيا جعلي فالورز ته (Bots) وايي، چې له دې لارې هنرمندان او نور مشهور خلک خپل فالورز زياتوي، چې دا اخيستل شوي فالورز وي.

د دې رازونو له افشا کېدو وروسته ويل کېږي چې ښايي د ممبۍ پوليس ډېر ژر په دې تړاو د پريانکا چوپړه او دپيکا پاډوکون په ګډون له ډېرو کسانو پوښتنې هم وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، هندي پوليسو د ١٥٠ کسانو ليسټ جوړ کړى دى، چې پکې د هندي هنرمندانو تر څنګ مشهور لوبغاړي او نور مشهور خلک هم شامل دي.

ښايي د ممبۍ پوليس دې مشهورو کسانو ته ووايي، چې دوى دې ثابته کړي چې دا مينه وال يا فالورز يې اصلي دي، که نه له کوم شرکت څخه يې اخيستي دي. په دې لړ کې له ١٨ کسانو څخه بيا پوښتنې هم شوې دي.

پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې دوى له کومو کسانو څخه پوښتنې او څېړنې کړې دي، په هغوى کې زياتره يې له هندي فلمونو او سريالونو سره تړاو لري، چې پکې فلم جوړونکي، ډايريکټران او نور کسان شامل دي.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …