کورپاڼه / ليکنې / د کونړ د نوي والي محمد اقبال سعيد پېژندنه
محمد اقبال سعيد

د کونړ د نوي والي محمد اقبال سعيد پېژندنه

د کونړ نوى والي محمد اقبال سعيد نن د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د کونړ ولسونو ته وروپېژندل شو. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې ولسونه په خدمت کولو خپلېږي او په دغه روحيه يې ملا تړلې چې د حکومت مشرانو او د دې ولايت د درنو ولسونو په همکاريو به خدمات وړاندې کوي او د مرکز مسوولينو ته د دې ولايت د خلکو په بيا بيا يادولو به اقتصادي پروژې راجلب کړي.

د کونړ والي وویل د خلکو لومړیتوبونه یې درک کړي، د ولایت او محراب ترمنځ به فاصلې لمنځه وړي او د متوازن پرمختګ لپاره به ګډې لارې لټوي.

د محمد اقبال سعيد پېژندنه

محمد اقبال سعید د شهید قاضي محمد نذیر زوی چې په ۱۳۵۵ کال کې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د ککړک سیمې د میاګانو کلي په یوه دینداره او متدینې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي؛ لومړنۍ زده کړې یې د هجرت په دیار کې کړې دي او د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون کې تر لاسه کړي دي.

نوموړی د مورنۍ ژبې پښتو سربېره په دري، انګليسي او اردو ژبو روانې خبرې کوي.

محمد اقبال سعيد، د ټولنې د هوساینې، لاس نیوي او فکري رغونې په برخه کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي او د همدغو ښو خدمتونو په پایله کې د ملي شورا، سره صلیب نړیوالې ټولنې، ولایتي ادارې، ولسونو او خېریه بنسټونو له خوا یې کړنې ستایل شوي دي.

محمد اقبال سعید مخکې له دې چې د کونړ والي په توګه وټاکل شي، له کورني او نړيوالو ادارو سره خپل هېواد او ولس ته د خدمت کولو ۱۶ کلنه تجربه او د خېریه خدمتونو ویاړ لري.

محمد اقبال سعید د ملګرو ملتونو ادارې او ابرار خېریه موسسې کې د دندې ترڅنګ د بشردوستانه مرستو رسولو، طبعي پېښو او د جنګ اغېزمنو کورنیو سره د مرستو ترسراوي په موخه په بې پرې توګه د سرې میاشتې اصولو په رعایت د ۱۳۸۴ کال څخه تر ۱۳۸۸ کال پورې د ننګرهار ولایت د سرې میاشتې ریاست د ريیس او همدا راز د ۱۳۸۸ کال نیولې تر ۱۳۹۹ پورې په ختیځو ولایتونو کې د سرې میاشتې د همغږۍ مسوول په توګه د نده ترسره کړې ده.

علمي، کاري او سیاحتي سفرونه يې مصر، سعودي عربستان، هندوستان او انګلستان هېوادونو ته کړي.

محمد اقبال سعید د ۱۳۹۹ د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس جلالتماب محمد اشرف غني د ۹۴۷ ګڼه فرمان په اساس د کونړ ولایت د والي په توګه وټاکل شو.

يادونه: دا پېژندنه د کونړ ولايت د رسنيو دفتر خپره کړې

Loading...

دا هم ولولئ

ان انډين

د کرکټ هغه ٦ لوبغاړي چې په فلمونو کې يې کار کړى

د کرکټ ډېرو لوبغاړو په فلمونو کې کار کړى دى، خو دلته د شپږ هغه …