کورپاڼه / بېلا بېل / امريکايۍ مسلمانې شوې سندرغاړې حجاب ليرې کړ، وايي: د بل چا لپاره ژوند نه شم کولى
جينيفر ګراوټ

امريکايۍ مسلمانې شوې سندرغاړې حجاب ليرې کړ، وايي: د بل چا لپاره ژوند نه شم کولى

٧ کاله پخوا مسلمانه شوې امريکايۍ سندرغاړې جينيفر ګراوټ وايي، چې هغه د نورو خلکو لپاره د ژوند په تېرولو تنګه شوې ده. نوموړې تازه خپل داسې عکسونه خپاره کړي دي چې حجاب يې پکې نه دى اچولى، هغه د ډېر څه په اړه غږېدلې ده.

په خپل اوږد پوسټ کې جينيفر ګراوټ ليکلي دي، چې زه پوهېږم په دې پوسټ باندې به په ما خلک ډېرې نيوکې وکړې، خو زه د هر څه لپاره په ذهني ډول تياره يم.

هغه وايي، د خپل ذهني حالت د سمولو لپاره ما څه وخت له ټولنيزو رسنيو ليرې هم تېر کړ، ځکه په ټولنيزو رسنيو کې تر ډېر فشار لاندې وم، زه دلته د مسلمانې ټولنې د حقيقت نه ليرې هيلو سره د ژوند تېرولو هڅه کوم او څو څو ځل ما په دې حالت کې خپل ذات ورک کړى دى.


جينيفر ګراوټ ليکي، چې د ٧ کاله تېرېدو وروسته زه نن پرته له حجاب عکسونه خپروم، زه پوهېږم چې حجاب فرض دى، خپل سر پټول لازمي دي او زه په دې برخه کې د هېڅ داسې ښځې سپکاوى نه کوم چې هغوى حجاب اغوندي، خو د دې تر څنګ زه دا هم ويل غواړم چې هره ورځ ځان د يو داسې انسان په توګه وړاندې کول، چې هغه زه نه يم، زما لپاره ډېره ګرانه ده.

نوموړې وايي، دا هر څه د دې له امله دي چې زما غږ ښه دى او زه د قرآن تلاوت کوم، نو خلک له ما هيله لري چې زه دې هغوى ته يوه بېلګه شم.

نوموړې وايي، چې دا هر څه د يو نعمت تر څنګ ذمه واري هم ده، الله ماته ډېر څه راکړي دي چې په هغې کې د تلاوت وړتيا هم ده او دا وياړ بايد معمولي وانه خيستل شي.

هغه وايي، چې زه خپلو مينه والو ته ويل غواړم، چې يوازې د تلاوت وړتيا زما ستاينه نه ده، زه نورو ډېرو شيانو سره هم علاقه لرم، د بېلګې په ډول سندرې او شعر ليکل زما خوښېږي، زما ژبې، لوبې او نڅا خوښېږي.


نوموړې د خپل پوسټ په پاى کې ليکلي دي، چې ښايي څو ورځې زه تاسې ته هغسې ښکاره شم چې تاسې يې غواړئ او له هغه وروسته ښايي داسې درته ښکاره شم چې تاسې يې کله فکر هم نه وي کړى، زه ډېر عېبونه لرم، الله دې موږ ټول وبخښي.

جينيفر ګراوټ د عربي نړۍ د موسيقۍ په ستر کنسرټ (عرب ګاټ ټېلنټ) کې برخه اخيستې وه او د عربي سندرې په ويلو سره يې ډېر شهرت پېدا کړى و، هغې د موسيقۍ تعليم په امريکا کې کړى دى، په امريکا کې زېږېدلې او هماغلته لويه شوې هم ده.


جينيفر ګراوټ له عربي کلتور سره مينه لري، چې د دې لپاره هغه مراکش ته تللې وه. دلته يې بيا د عربي موسيقۍ زده کړه وکړه. هغه لومړنۍ ښځه ده چې عربۍ نه وه خو په عربي موسيقۍ کنسرټ کې يې برخه واخيسته.

په ٢٣ کلنۍ کې نوموړې اسلام قبول کړ او په ٢٠١٣ کال کې يې د مراکش له يو ځوان سره واده وکړ. هغه اوس هم په منځني ختيځ کې ژوند کوي، خو امريکا ته هم ځي راځي.

جينيفر ګراوټ په يوټيوب او نورو ټولنيزو رسنيو کې ډېر مينه وال لري او د هغې د تلاوت ويډيوګانې خلک ډېرې ګوري او ډېر خلک يې له نورو سره هم شريکوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ

هغه پاکستانۍ نجلۍ چې په ٢ مياشتو کې يې ١٢ ودونه وکړل

په اسلام کې نارينه ته د ٤ ودونو اجازه ده، خو بيا هم تر ډېره …