کورپاڼه / کرکټ / ضيا الحق امرخېل د راشد خان د مور فاتحې ته ورغلى
راشد خان او ضيا الحق امرخېل

ضيا الحق امرخېل د راشد خان د مور فاتحې ته ورغلى

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړى او په پارلماني چارو کې د دولت وزير ضيا الحق امرخېل نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان د مور فاتحې ته ورغلى و.

ضيا الحق امرخېل په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي دي، چې د کرکټ د اسمان ستوري او وطن ته د وياړونو ګټونکي راشد خان د مور فاتحې ته ورغلم.

هغه په خپل ټويټ کې مخکې ليکي: ((د مرحومې پر ګور دې نور شي چې داسې زوى يې په غېږه کې پاللى دى. د الفت صېب خبره:

ميندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه

يو يا دوه يې افلاطون او سکندر شي.))

هغه همدا راز مخکې ليکي: ((ارواښادې همدغه شان د نړيوال شهرت لرونکى زوى ډالۍ کړى دى.))


د يادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي راشد خان مور د تېرې مياشتې د جون په ١٨مه نېټه ومړه او د جولاى په ١٩مه نېټه يې په جلال اباد کې جنازه وشوه، چې له هغه وروسته اچين ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

د هغه د مور په جنازه کې د ننګرهار د هغه وخت والي شاه محمود مياخېل، د کرکټ لوبغاړو، د راشد خان مينه والو او د کرکټ بورډ ځينو کسانو ګډون کړى و.

د يادولو وړ ده چې راشد خان د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په اى سي سي درجه بندۍ کې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچونکى دى، همدا راز نوموړى بيا د نړيوالو يو ورځنيو لوبو ٦م مقام لرونکى الراونډر هم دى، ځکه هغه د ښې توپ اچونې تر څنګ ښه توپوهنه هم ترسره کوي.

٢١ کلن راشد خان نه يوازې د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى دى، بلکې د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې هم هغه يو له ځلېدونکو لوبغاړو څخه دى، چې په اى پي ايل او بيګ باش کې ډېر ځلېدلى دى. همدا راز سږکال د کارابين پريمئير ليګ کې هم يو له هغه لوبغاړو څخه و چې په لوړه بيه اخيستل شوى دى.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …