کورپاڼه / بېلا بېل / تازه شواهد؛ په امريکا کې ٢٦٥٠٠ کاله مخکې انسانانو ژوند کاوه
ډبره

تازه شواهد؛ په امريکا کې ٢٦٥٠٠ کاله مخکې انسانانو ژوند کاوه

پوهانو په مېکسيکو کې داسې ډبرين توکي موندلي دي، چې له هغې څخه ښکاره کېږي چې د امريکا په شمال کې ٢٦٥٠٠ کاله مخکې انسانانو ژوند کاوه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د مېکسيکو په زاکتيکاس ايلت کې د يوه غره په سمڅه کې ځينې لرغوني اثار موندل شوي دي. د زاکتيکاس پوهنتون ښوونکى چپريان اردلين او همکاران يې وايي، چې دوى داسې ډبرې او د ډبرو توکي پېدا کړي دي، چې ٢٦٥٠٠ کاله لرغوني دي.

نوموړي همدا راز زياته کړې ده، چې ځينې داسې توکي هم دوى موندلي دي چې ښکاره کېږي ٣٠ زره کاله پخواني دي، خو هغه وايي چې تراوسه يې د دې ادعا لپاره شواهد نه دي موندلي.

که څه هم نوموړى وايي، چې ښايي په ژمي کې د يو څه وخت لپاره ځينو انسانانو له دې سمڅې کار اخيستى وي، خو د هغه ډله بيا په دې ونه توانېدله چې په دغه ځاى کې د انسانانو ډي اېن پېدا کړي.

خو د دې نوي راپور او تازه څېړنو څخه په امريکا کې د انسانانو د ژوند په اړه نوي بحثونه راپورته شوي دي.

د امريکا د بشر پېژندنې يو ښوونکى ټام ډېلي بيا وايي، چې د امريکا په شمالي برخه کې د انسانانو د ژوند تاريخ له ١٥ زرو کلونو څخه تر ١٧ کلونو پورې منل شوى دى.

هغه همدا راز د دې نوو اثارو په اړه وايي، چې ښايي تر ٢٠ زرو څخه ډېر لرغوني نه وي، خو هغه وايي چې بيا په دې اړه نورې څېړنې هم وشي.

په همدې تړاو بيا د کاناډا د البرتا پوهنتون د بشر پېژندنې يو ښوونکى روټ ګرون ويلي دي، چې له دې تازه پېدا شويو شواهدو سره دې هغه شپږ تاريخي سيمې چې ويل کېږي له ٢٠ زرو څخه ډېر لرغونتوب لري، بايد يو ځل بيا وڅېړل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …