کورپاڼه / بېلا بېل / عمان: حکومت د کورونا له امله په جوماتونو کې د لوى اختر په لمانځه بندېز ولګاوه
عمان جومات

عمان: حکومت د کورونا له امله په جوماتونو کې د لوى اختر په لمانځه بندېز ولګاوه

په خليجي هېواد عمان کې يو ځل بيا د کورونا ويروس له امله سخت ګرځبندېز لګول شوى دى، د ګرځبندېز پر مهال هر څوک اجازه نه لري چې بهر وګرځي او همدا راز د لوى اختر په ورځ به د لوى اختر لمونځ په جوماتونو کې نه کېږي.

د ګلف نيوز د راپور په وېنا، د عمان هېواد حکومت د کورونا د مخنيوي په پار يو ځل بيا ګرځبندېز سخت کړى دى.

په دې تړاو د پنجشنبې په ورځ د عمان سترې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار د سخت ګرځبندېز لګولو پرېکړه شوې ده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې تر لوى اختر مخکې خلک په دې هيله و چې بازارونه به پرانيستل شي، خو حکومت يو ځل بيا دا پرېکړه ځنډولې ده او ګرځبندېز يې سخت کړى دى.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې په عمان کې به د لوى اختر لمونځ هم په جوماتونو کې نه ترسره کېږي، همدا راز ټول عامه ځايونه به وتړل شي او د خوراکي توکو پلورنځي به هم د ماښام له ٧ بجو څخه د سهار تر ٦ بجو پورې بند وي.

په راپورونو کې زياته شوې ده، چې خلکو ته به د ګرځبندېز پر مهال اجازه نه وي چې پرته له ضروري اړتيا له کورونو څخه بهر راوځي، همدا راز له عمان بهر تلونکي او راتلونکي به د بهرنيو چارو له وزارت څخه ځانګړې اجازه نامه ترلاسه کوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې هغه خلک چې غواړي له عمان څخه بل هېواد ته سفر وکړي، هغوى به د ماښام له ٧ بجو وروسته اجازه ولري چې هوايي مېدان ته لاړ شي.

د يادولو وړ ده چې مخکې اعلان شوى و چې په عمان کې به ګرځبندېز د جولاى له ٢٥مې څخه د اګست تر ٨مې پورې ګرځبندېز وي، خو اوس له هغې مخکې ګرځبندېز عملي شوى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ

هغه پاکستانۍ نجلۍ چې په ٢ مياشتو کې يې ١٢ ودونه وکړل

په اسلام کې نارينه ته د ٤ ودونو اجازه ده، خو بيا هم تر ډېره …